د آلمان د څېړنيزو چارو وزيره د اقليم او د انرژي د څېړنو لپاره لا زياتي پيسی غواړی | آلمان او نړۍ | DW | 03.05.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د آلمان د څېړنيزو چارو وزيره د اقليم او د انرژي د څېړنو لپاره لا زياتي پيسی غواړی

د آلمان د څېړنيزو چارو وزيره مېرمن انيتا شاوان نن په هامبورگ کښې د اقليم د څېړنو په جگپوړي غونډه کښې وويل چې موږ بايد د اقليم او د انرژي د څېړنو لپاره لا زياتي پيسی ولگوو.

د آلمان د څېړنيزو چارو او معارف وزيره مېرمن انيتا شاوان Annette Schavan

د آلمان د څېړنيزو چارو او معارف وزيره مېرمن انيتا شاوان Annette Schavan

دی زياته کړه، چې اوسمهال د آلمان اقتصاد ښه وده کوی او په کار ده چې په دی وخت کښې موږ د اقليم په څېړنو کښې لا زياته پانگه واچوو.

په دغه غونډه کښې د اقتصاد، ساينس استازيو او هم سياستوالو گدون کړی دی.
مېرمن انيتا شاوان وغوښتل تر څو اقتصادي شرکتونه او عالمان يو له بل سره لا زيات په دغه برخه کښې کار وکړي.

اعلان