1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پناه غوښتنې په فدرالي اداره کې د اختلاس شک

۱۳۹۷ فروردین ۳۱, جمعه

د آلمان د پناه غوښتني او مهاجرو د فدرالي ادارې په یوه څانگه کې د اختلاس د یوې افتضاح شک پیدا شوی دی. ویل شوي چې یوې لوړپوړې چارواکې په څه د پاسه ۱۲۰۰ دوسیوو کې مهاجرو ته قبولي ورکړې، حال دا چې هغوی شرایط پوره کړې نه ول.

https://p.dw.com/p/2wOKi
Deutschland Bundesamt für Migration und Flüchtlinge in Nürnberg
انځور: picture alliance/dpa/Geisler-Fotopress

د آلمان د پناه غوښتنې او مهاجرو د فدرالي ادارې (BAMF) یوه څانگه په اختلاس او اداري فساد تورنه شوې ده. دغه معلومات د هغو څیړنو په نتیجه کې لاس ته راغلي دي چې د آلمان د «زیود دویچه څایتونگ»، «نارد دویچلند رادیو» او «رادیو برمن» له خوا تر سره شوي دي.

ویل شوي دي چې دغي چارواکې د پناه غوښتني او مهاجرو فدرالي ادارې د بریمن ایالت په څانگه کې دنده تر سره کوله. هغه سمدلاسه له خپلې دندې څخه تعلیق شوې ده. د نوموړو رسنیو د معلوماتو له مخې هغې د آلمان د نیدرزاکسن ایالت له درو وکیلانو سره چې په منظمه توگه یې هغې ته مهاجر استول، کار کاوه.

د بریمن څارنوالۍ، کلاودیا کیوک نن (جمعه د ۲۰۱۸م کال د اپریل ۲۰ مه) رویترز خبري آژانس ته دا خبره تصدیق کړه ده چې په دغې قضیه کې پلټني پیل شوي دي. میرمن کیوک وویل چې په دې اړه د نوموړي تورني چارواکې، د بریمن او نیدرزاکسن د درو وکیلانو او یو ترجمان پرضد تحقیقات پیل شوي دي.  د هغې د وینا له مخې یو دریم شخص د پناه غوښتونکو او د نوموړو تورنو کسانو ترمنځ د مینځگړي په توگه کار کاوه.

د بریمن څارنوالۍ د څرگندونو له مخې پر دغو کسانو باندي سمدلاسه د «پناه غوښتنې څخه د ډله ایزې ناوړه استفادې او سرغړونې» شک کیږي. ویل شوي دي چې تورنو کسانو مهاجر دې ته اړولې دي چې یواځې د مهاجرو او پناه غوښتنې د بریمن په څانگه کې نوموړو اشخاصو ته، خپل غوښتلیکونه وړاندي کړي، حال دا چې مهاجر کولای شوای چې د آلمان د مهاجرو او پناه غوښتونکو نورو ادارو او څانگو ته هم مراجعه وکړي.

ویل شوي دي چې نوموړې چارواکې چې نوم یې په دې رپوټ کې نه دې اخیستل شوی، هغو مهاجرو ته د «پناه د قبولې» پریکړې کړي دي چې هغوی اصلاً شرایط یې پوره کړې نه ول. د بریمن څارنوالي، کیوک وویل: «فکر کوم چې ۱۲۰۰ داسي قضیې کشف شوي دي.» د هغې د وینا له مخې ډيری دغه پناه غوښتونکي «یزیدیان» دي. د هغوی ډیری له «نارد راین ویستفالن» او «نیدرزاکسن» ايالتونو څخه بریمن ته د همدې مقصد له پاره تللي دي، حال دا چې دوی کولای شوای چې په نوموړو ایالتونو کې هم د پناه غوښتنه وړاندي کړي.

سربیره پر دې په دغو قضیو کې د «بډو اخیستو» یا رشوت د تورونو په هکله هم تحقیقات تر سره کیږي. ویل کیږي چې د بریمن د پناه غوښتني او مهاجرو د فدرال ادارې نوموړې پخوانې چارواکې ته شخصي دعوتونه شوي دي. د څارنوالې د وینا له مخې د چهار شنبې او پنجشنبې په ورځو په بریمن او نیدرزاکسن کې درې ځایونه پلټل شوي دي چې د هغو په جمله کې دوه دارالوکالې هم شاملي دي.

د دغو تورونو په اړه د آلمان د پناه غوښتني او مهاجرو فدرالي ادارې تر اوسه پورې کوم موقف نه دی نیولی.

B.H/N.Z (rtr, afp, dpa, tagesschau.de)

زموږ له ارشيف څخه: