دپاکستان او افغانستان په ګډو پولو کي دطالبانو نفوذ ورځ په ورځ کميږي | افغانستان | DW | 18.03.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

دپاکستان او افغانستان په ګډو پولو کي دطالبانو نفوذ ورځ په ورځ کميږي

د يوه آلماني کار پوه او ليکوال يورګ شولڅ په نظر د افغانستان او پاکستان تر منځ په قبايلي سيمو کي طالبانو خپل خپل نفوذ د لاسه ورکړی دی

پاکستاني طالبان په قبايلي سيمو کي

پاکستاني طالبان په قبايلي سيمو کي

شولڅ د Welt - Sichten په نامه د يوې مجلې سره په مرکه کي ويلي دي چي ټول پښتانه نه طالبان دي او نه دوی ټول د طالبانو پلويان بلل کيدای سي. د ده په نظر په روان وخت کي په دغه سيمه کي ډير لږ شمېر کسان د طالبانو سره مرسته کوي.

په دې وروستيو کي د افغانستان او پاکستان تر منڅ په قبايلي سيمو کي ډير داسي بريدونه تر سره سوي چي پکښي ملکي وګړو ته ډير زيان رسيدلی دی، او حتی د خوښيو په مراسیمو کي يو لړ چاودني تر سره سوي دي.

اعلان