ديموکراسی کوم تيار محصول ندی | دويچه ويله پښتو | DW | 20.08.2009
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

ديموکراسی کوم تيار محصول ندی

ديموکراتيک انتخابات د افغانستان د راتلونکي لپاره د تاريخی اهميت درلودونکي دي ...

د رايو اچولو صندوقونه

د رايو اچولو صندوقونه

د کرزي حکومت په لوړه سويه نه اغيزمنتوب وښود،چه داخبره د اقتصادی او امنيتی وضعي د مخ پر زياتيدونکي خرابۍ څخه ښکاريږي .کرزي په پرګنو کښي ډير باور د لاسه ورکړ . ددې بې باورۍ يو بل علت دا هم ؤ چه د انتخاباتو دپاره تياری ډیر وروسته تر لاس لاندې ونيول شو،او په اساسی قانون کښي د انتخاباتو دپاره ټاکلی وخت په نظر کې ونه نيول شو. د قدرت د خلا د منځته راتګ د مخنيوی په خاطر د هيواد ستري محکمې يوه لانجمنه پريکړه وکړه : محکمې کرزي ته د دې امکان ورکړ ،بيله دې چه صلاحيتونه يې کم سي، حکومت کولو ته ادامه ورکي ، خو له ديموکراتيک مشروعيت پرته .

مګرپر دې ټولو سربيره به په عمومي ډول د هندوکش په لمن کې د رأيو صندوقونو ته د ورتګ پر وخت ثبات موجود وی ،او په سياسی سخت وضعيت کې د خلکو د آرامتيا څارنه کيږی . خصوصأ هغه هيوادونه چه د خطرونو په منلو سره يې خپل امنيتی ځواکونه او دغه راز د بيا جوړوني هڅي د افغانستان په لانجمنه ټولنه کې په کار اچولی دي، يوې ريښتيني نتيجې او برياليتوب ته اړتيا لری .

د انتخاباتو ښه اوبيله مشکله سرته رسول ډير ګران هم وه ،او د هغه په خاطر 220 مليونه ډالره مصرف د افغانستان په شرايطو کښي ډير زيات وه .

د افغانستان د «عادلانه او خپلواکو انتخاباتو» ټولني «فيفا» لا مخکې تر ټولټاکنو داسي ډيري قضيې ثبت کړيدی چې دهغه پر اساس دانتخاباتو قانون تر پښو لاندي سوی دی . د دولت تر اثر لاندې مطبوعاتو او رسنيو د ساری په ډول په انتخاباتي مبارزو کښي ولسمشر ته تر نورو کانديدانو ډير وخت او موقع ورکړيده . حتی رسمی ارګانونو د مطبوعاتو د آزادی په وړاندي د جمهوررييس په ګټه محدوديتونه وضع کړی وه . څه ناڅه د هيواد په ټولو برخو کې ژورناليستانو تهديد شوی ، تښتول شوی او يا په ظالمانه ډول بنديان سويدی .

Jahresrückblick 2004 Oktober Wahlen Afghanistan

د ديموکراتيکو انتخاباتوترسره کيدل، که په سختو شرايطو کښي هم وی، په افغانستان کې د ديموکراتيکي سوله ايزي پروسې د پرمخ بيولو دپاره ضروري دی ، خو کافي نه . په اتنيکی، مذهبی او سياسی لحاظ د افغانستان څو مليتي او پرګنيزه ويشل شوې ټولنه لا پوره استقامت نه لری . دا ژر ماتيدونکې او د نړيوالې ټولني پر مرستو ولاړه ټولنه ده .

ديموکراسی بايد دديموکراتيکو مؤسسو،مدنی ټولنو او همفکره ګوندونو د لاري کښيښودل سی . اوسني ديموکراتيک ګوندونه ډير ضعيف دي . دوی ديموکراتيکي تجربې نه لری او د ديموکراسی سره ګډوډ او پاشلي اړيکي لری . سربيره پر دې دوی ګوندي ټينګ جوړښت او همدا ډول په خلګو کې پراخ بنسټ نه لری .

په افغانستان کې تر ټولو زيات قومی احساس واکمنی کوی، چې د سياسی شخصيتونو لخوا ورڅخه ناوړه ګټه اخيستل کيږی . په دې باندي د خلکو پوهول چې دوی په لومړۍ کرښه کې د يوې قبيلې غړی نه ،بلکه د يوه ديموکراتيک هيواد برابر غړی دی، يوه اوږده پروسه ده . د راتلونکي حکومت کوونکي فرمان د افغانستان خلکو ته د ديموکراتيکو تمايلونو د تړاوونو قانونی کول دی . ديموکراسی کوم تيار محصول ندی . دا د يوه حکومت تر ټولو سخت او پيچلی ډول دی . خو د افغانستان دپاره بيله دې چه هلته د ديموکراسۍ پروسه د سولي دلاري پر مخ ولاړه سي ، بله معقوله لار هم نسته .

صميمي