1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«داعش په فرانسه کې خلک برمته کړي»

۱۳۹۷ فروردین ۳, جمعه

ځایي رسنیو ویلي دي چې د فرانسې په سویل لویدیځه برخه کې خلک برمته شوي دي. پوليسو يو سوپر مارکېټ محاصره کړی دئ.

https://p.dw.com/p/2uqYJ
Breaking News Paschtu

د فرانسې پولیسو د دغه هيواد کارکاسوني ښار ته نزدې یو سوپرمارکیټ محاصره کړی دی. دا تر هغه وروسته چې یو کس چې ویل کیږي له داعش سره یې خپل یووالي اعلان کړی په دې ځای کې یو شمیر کسان برمته کړي دي.

عیني شاهدانو ویلي دي چې هغوی په سیمه کې د ډزو غږونه اوریدلي دي. د پولیسو د یوې اتحادیې په خبره تر اوسه پورې په پیښه کې لږ تر لږه یو پولیس ویشتل شوی دی.

دا رپوټ تازه کیږي...