د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ ۲۱مه) په بغداد کي دوو ځانمرګو بريد کوونکو ځانونه او ۳۲ نور انسانان ووژل. دغو بريدګرو په بغداد کي په يو ډېر مصروف ځای کي چيري چي زيات انسانان موجود ول، د څو دقيقو په د داعش ډلې د تلګرام خبري کانال له لاري د دغو بريدونو پړه په غاړه اخيستې ده.
په دغه بريد کي ۳۲ کسان ووژل سول. ځانمرګو د عراق په پلازمېنه کي د ګڼې ګوڼې په يوه واټ کې ځان ته چاودنه ورکړې وه چې څه باندې ۱۱۰ تنه پکې ژوبل سول.
په بغداد کي امنيتي وضعيت په تېرو کلونو کې ډېر خراب سوی دی. عراق تر اوسه پوري د داعش ډلې پر ضد د جګړې د وخت له پايلو څخه کړيږي چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو په ترڅ کي يې د عراق لويې برخې ولکه کړې وې. هغه مهال هم تروريستي بريدونو دغه هېواد وار په وار لړزاوه.
يو تر ټولو سخت بريد د ۲۰۱۸ کال په جنوري کي وسو، کله چي دوو بريدکوونکو د بغداد په يوه بازار کي ۳۸ تنه ووژل.
آ./ا.ا./ن.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور:
-
په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ملیشه ډلې
د عراق شعیه مذهبه ملیشه
که څه هم یو شمیر شعیه مذهبه ملیشې له عراقي پوځ سره یوځای شوي دي، خو سره له دې هم د ایران له ملاتړ څخه برخمن ځنې بانفوذه ملیشې په خپلواک ډول په عراق کې فعالیت کوي.
-
په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ملیشه ډلې
د حزب الله سپاهیان
پر عراق د امریکا تر برید وروسته، له ۲۰۰۳م کال راهیسې د حزب الله ملیشه په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې فعالیت کوي. د عراق د حزب الله ملیشه د لبنان له حزب الله ډلې سره د سازماندهي په برخه کې ارتباط نه لري. دې ډلې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو درې کاله وروسته په ۲۰۱۱م کال کې د داعش ترهګرې ډلې پر ضد مبارزه پیل کړه او د حشد الشعبي ډلې سره یوځای شوه.
-
په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ملیشه ډلې
د عراق حزب الله د لبنان له حزب الله سره پیوند نه لري
د عراق حزب الله تر اوسه پورې د خپلو غړو شمیر پټ ساتلی دی، خو سره له دې هم د دغې ملیشه ډلې د یوه ویاند په حواله، نوموړۍ ډله په بې پيلوټه الوتکو، له لیري څخه کنترولیدونکو توغندیو او نورو وسلو مجهزه ده. د عراق د حزب الله ډلې مشري ابو احمد البصري کوي. ویل کیږي چې البصري د هغه اصلي نوم نه دی.
-
په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ملیشه ډلې
د کتائب الامام علي سپاهیان
یو شمیر نور سازمانونه له خپلو زرګونو جنګیالیو سره د حشد الشعبي تر چتر لاندې په عراق کې فعالیت کوي. یو له دغو سازمانونو څخه د النجباء ملیشه دي. دا سازما د اکرام الکعبي عراقي له خوا رهبري کیږي چې د امریکا په تور لیست کې شامل دی. کتائب الامام علي چې د واشنګټن له خوا د ترهګریزې ډلې په توګه درجه بندي شوی هم د همدې چتر لاندې فعالیت کوي.
-
په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ملیشه ډلې
د نجباء د اسلامي مقاومت غورځنګ د حشد الشعبي تر چتر لاندې یوه بله ډله ده
د جُند الامام او خراساني سپاهیان هم د هغو ملیشه و له ډلې څخه دي چې د حشد الشعبي تر چتر لاندې فعالیت کوي. یاد سازمان له حزب الله سره یوځای د حشد الشعبي تر چتر لاندې په عراق کې د ایران د پلويانو تر ټولو پياوړې ډله تشکيلوي.
-
په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ملیشه ډلې
د عصائب الاهل الحق ډلی مشر قیس غزعلي
د عصائب الاهل الحق ډله له مهدي پوځ څخه رامنځته شوې کوم چې د مقتدی الصدر په مشری یو له تر ټولو قوي شعیه مذهبه سازمانونو څخه دی. د عراق په پارلمان کې د صادقیون د فراکسیون له خوا یي استازیتوب کیږي. متحده ایالات دغه ډله د څو توغندیزو بریدونو مسئول بولي.
-
په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ملیشه ډلې
د البدر سازمان جنګیالي
د البدر سازمان په عراق کې یو تر ټولو پخوانی او مهمه پارلماني ډله ګڼل کیږي. په ۱۹۸۲م کال د دې ډلې بنسټ کیښودل شو او د ایران او عراق په جګړه کې«۱۹۸۰ تر ۱۹۸۸» د ایراني ځواکونو په پلوي جنګیده. دا سازمان په زرګونو تنه غړي لري او د عراق په پوځ کې هم د پام وړ برخه لري. همدارنګه له څو کلونو راهیسي د دې ګوند څو تنه غړي په مهمو حکومتي پوستونو کې کار کوي.
-
په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ملیشه ډلې
له ښی لوري، هادي العامري او عراقی سیاستوال مقتدی الصدر
له څو کلونو راهیسې د حزب البدر غړي په مهمو حکومتی پوستونو کې کار کوي. دغه سازمان د هادي العامري له خوا رهبري کیږي. العامري د ایران د القدس ځواکونو د وژل شوي جنرال قاسم سلیماني چې په بهرنیو ماموریتونو کې د ایران پر نفوسه قوماندان ګڼل کیده استازیتوب کاوه. په انځور کې د مقتدی صدر تر څنګ په عراق کې د شعیه ګانو دغه پر نفوذه سیاستوال لیدل کیږي.