1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خلیلزاد: تر انتخاباتو مخکې د سولې موافقتنامې ته هیله من یو

۱۳۹۷ بهمن ۲۰, شنبه

د افغانستان له پاره د آمریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په جولای میاشت کې په افغانستان کې تر ولسمشیریزو ټاکنو مخکې د دغه هیواد له پاره د سولی د یوې موافقتنامې د رامنځته کیدو هیله څرګنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/3D2ol
USA Zalmay Khalilzad Washington
انځور: AFP/J. Watson

د افغانستان د سولې مذاکراتو له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ میاشتې په ۸ نیټه) په واشنګټن کي د یوه کنفرانس په ترڅ کې امیدواري څرګنده کړه چې په جولای میاشت کې په افغانستان کې تر په پام کې نیول شویو ولسمشریزو ټاکنو مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه موافقتنامه رامنځته شي.

هغه وویل: «دا به د افغانستان له پاره بهتره وي. د نن او جولای ترمنځ کافي وخت شته». خلیلزاد زیاته کړه چې یوې نهایي موافقې ته تر رسیدو مخکې ډیر داسې مسائل شته چې باید پرې بحث او کار وشي.

د امریکا ځانګړي استازې او طالبانو د جنوري په میاشت کې په قطر کې مستقيمې خبرې اترې وکړې. خلیلزاد وروسته تر دغو مذاکراتو په خبرو اترو کې د پرمختګ اعلان وکړ.
هغه د جمعې په ورځ په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره په خبرو کې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د هغه اعلان په هکله بحث نه دی شوی، چې ویلي وو په پام کې لري له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو یوه برخه به وباسل شي. د نوموړي په وينا بلکې هغه د دې هیواد له پاره د سولې د یوې موافقې په لټه کې دی. هغه زیاته کړه چې د سولې یوه موافقه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو امکانات برابر کړي.