حامد کرزی او من موهن سنگهـ په نوي ډهلي کې سره ویني | دويچه ويله پښتو | DW | 12.11.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

حامد کرزی او من موهن سنگهـ په نوي ډهلي کې سره ویني

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن له هندي مشرانو سره ویني تر څو له هغوی سره په افغانستان کې د پانگونې او له ۲۰۱۴م کال وروسته د نړیوالو جنگي ځواکونو تر وتلو وروسته د امنیت په برخه کې د پرمختگ په اړه خبرې اترې وکړي.

هندوستان تر اوسه په افغانستان کې په بیلا بیلو برخو کې د ۲،۳ میلیارده ډالرو په ارزښت پانگونه کړې ده. ولسمشر حامد کرزي د جمعې له ورځې څخه هندوستان ته یو څلور ورځنی سفر پیل کړی دی او په پام کې ده چې نن به د دغه هیواد د لومړي وزیر منموهن سنگهـ سره هم وویني.