تیلو زاراڅین د آلمان له سوسیال ډیموکراټ گوند څخه وایستل سو | آلمان او نړۍ | DW | 01.08.2020
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

تیلو زاراڅین د آلمان له سوسیال ډیموکراټ گوند څخه وایستل سو

د آلمان په سوسیال دیموکراټ گوند کي د تیلو زاراڅین غړیتوب د هغه د ضداسلامي او ضد مهاجرینو نظریاتو له امله شخړه ایز وو. د نوموړي گوند عمومي رئیس اوس له گوند څخه د هغه د ایستلو خبر اعلان کړ.

تیلو زاراڅین په تیره بیا په آلمان کي د مسلمانانو د نقش په اړه د څو جنجالي کتابونو تر خپرولو وروسته  او همدارنگه په دغه هیواد کي د مهاجرو په وړاندي د هغه د شخړه ایزو څرگندونو له امله د ډیموکراټو ځواکونو له خوا تر سختو انتقادونو لاندی راغلی وو.

هغه په ۲۰۱۰ کال کي د » آلمان په خپل لاس ځان له منځه وړي« په نامه کتاب په خپرولو سره جنجالونه رامنځته کړل. نوموړي په دغه کتاب کي په آلمان کی د مهاجرو او مسلمانانو د نقش په اړه څرگندونی کړي او ویلی یې دي چي د آلمان دولت د یوه داسی سیاست په نیولو سره خپل له سرنوشت سره لوبي کوي.

تیلو زاراڅین څو نور کتابونه هم په دې اړه خپاره کړي دي. د ډیموکراټ گوند ډیری غړي له کلونو راهیسي په دې باور ول چي د زاراڅین ضد خارجي او ښي اړخه نظریات ددغه گوند له موازینو او ډیموکراسي اصولو سره په ټکر کي دي. خو له گوند څخه د هغه د ایستلو په اړه هلي ځلي د روان کال د جولای تر ۳۱ می پوري ناکامي وې.

اوس د آلمان د سوسیال ډیموکراټ گوند تر ټولی لوړي قضایی ادارې په رسمي ډول له دغه گوند څخه د زاراڅین ایستل اعلان کړل. زاراڅین ددغي پریکړي په وړاندي  په خپل لومړني غبرگون کي اعلان وکړ چي دهغې پر ضد به په قانوني ډول اقدام وکړي.

د گوند له حیثیت څخه د دفاع له امله

د آلمان دسوسیال ډیموکراټ گوند د تصمیم نیولو کمیسیون په برلین کي د زاراڅین ایستل اعلان کړل. ددغه گوند د ترټولو لوړي مرجع  په څرگندونو کي راغلي چي دغه پریکړه د سوسیال ډیموکراټ گوند له حیثیت څخه د دفاع په اړه رامنځته سوې.  
لږ وروسته بیا د سوسیال ډیموکراټ گوند عمومي رئیس لارس کلینگ بایل د یوه تویتري پُست له لاري اعلان وکړ چي » زاراڅین پس له دې د سوسیال ډیموکراټ د گوند غړی نه دی.«

کلینگ بایل زاراڅین ته سپارښتنه وکړه چي د ډیموکراټ گوند پریکړي ته دروناوی وکړي او هغه ومني. خو زاراڅین بیا د سوسیال ډیموکراټ له خوا دغه ډول پریکړه غیرعادلانه بولي او ویلي یې دي چي هغه ځان یو نژاد پرسته او ښي اړخه پوپولیست نه گڼي او له همدې کبله د نوموړي حکم په وړاندي پرته له اعتراض څخه کومه بله لار نه لري.

اعلان