1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې پر چين ايغوريانو سره له چلنده انتقاد کړی

۱۳۹۷ بهمن ۲۱, یکشنبه

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وياند هامي اکسوي د چين پر حکومت باندې نيوکه وکړه ځکه چې په خبره يې د چين بېلابېلې ادارې د دغه هېواد په شمال لويديځ کې د مېشتو ايغوريانو په وړاندې د «سيستماتيکې همرنګۍ سياست» مخ ته وړي.

https://p.dw.com/p/3D5F7
Türkei Sprecher des Außenministeriums Hami Aksoy
انځور: picture alliance/AA/F. Aktas

اکسوی په انقره کې وويل: «دا نور کومه پټه خبره نه ده چې څه باندې يو ميليون ايغوريان په خپلسري ډول نيول شوي دي او دا چې په زندانونو او مېشت غالو کې تر شکنجې او مغزي پرېوللو لاندې راغلي دي.» دغه څرګندونې له هغو ارقامو سره سمون لري چې ملګرو ملتونو خپاره کړي دي. 

د يوه هنرمند مړينه

د وزارت نوموړي وياند په خپلې بيانيې سره د ايغوري شاعر او موسيقار، عبدالرحيم حيات، مړينې ته هم اشاره وکړه چې د شنبې په ورځ په زندان کې مړ شوی وو. د حيات «تراژيديکې» مړينې د اکسوی په خبره د ترکيې په خلکو کې په شينجيانګ کې «د بشري حقونو د سختو سرغړونو» له کبله غبرګون «لا زيات کړی» دی.
د بشري حقونو سازمانونو هم په دې وروستيو کې پر ايغوريانو باندې د ظلمونو له کبله پر چين کلکې نيوکې کړې دي. خو اکثرو مسلمانو هېوادونو تر اوسه پورې پر چين باندې له نيوکو څخه ډډه کړې ده ځکه چې وېره يې دا ده چې پيکنګ به د تجارتي ملګري په توګه له لاسه ورکړي. 
د پيکنګ تر تعقيب لاندې

China Uiguren feiern muslimischen Feiertag Eid al-Adha
ايغوريان ترک ټبره مسلمانان دي چې په چين کې اوسيږيانځور: Getty Images/K. Frayer

له ډېرې مودې راهيسې چين په شينجيانګ کې د مسلمانانو د روزنې له کمپونو او مېشت غالو څخه انکار کړی وو. په اکتوبر مياشت کې بيا دغسې مېشت غالي په قانوني لحاظ مشروع وبلل شول. له دې مخې اوس د شکمنو کسانو بندي کېدل پرته له محاکمې هم جايز ګڼل کيږي او «د افراطيت ضد ايډيالوژيکه تربيه، رواني درملنه او د کړو وړو په برخه کې سمښتونه» کېدای شي تر سره شي. 
رسمي شمېرې نشته، خو د ناتائيد شوو راپورنو په حواله په سلګونو زره ايغوريان په دغسې مېشت غالو کې بنديان شوي دي. پيکنګ خپله دغه کړنلاره د افراطي جريانونو په شتون سره توجيه کوي او په ايغوريانو باندې د خونړيو ناکراريو او تروريستي بريدونو د تر سره کولو پړه وراچوي.   
ترکیي په تندو الفاظو له چين څخه په شينجيانګ ولايت کې د ايغوريانو د روزنې د کمپونو د تړلو غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو په حواله د چين د ولسي جمهوريت په شمال لويديځ کې د شينجيانګ په سيمه کې تر يو ميليون پورې ايغوريان او نور ترک ټبره مسلمانان په توقیفځايونو کې ساتل کيږي.