1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه وايي يونان د دوی پر لور مهاجر شړي

۱۴۰۱ مرداد ۴, سه‌شنبه

ترکېې پر يونان تور پورې کړی چې د مهاجرو یوه کښتۍ يې له خپلو اوبو څخه د ترکېې د اوبو پر لور شړلې ده. په انقره کې د ترکېې دفاع وزارت وېلي دي چې دغه پيښه د يکشنبې په ورځ رودِس ټاپو ته نژدې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Ee9y
Europa Symbolbild Flüchtlingsboot auf dem Mittelmeer
اروپا پر لور په ربړۍ کشتيو کې مهاجرت - آرشیفانځور: picture-alliance/Photoshot/M. Lolos

د ترکېې دفاع وزارت پر ټولنیزو رسنیو د ډرون الوتکې په ذریعه اخیستل شوې يوه ويډیو خپره کړې چې په کې ساحلي ساتونکي د مهاجرو کښتۍ مارماريس بندري ښار ته نژدې د ترکېې اوبو پر لور راکاږي.

رويټرز چې د سه شنبې په ورځ یې له استانبوله دغه رپوټ ورکړی دی، وايي چې د یونان ساحلي ساتونکو په دې اړه په سملاسي توګه څه نه دي ويلي او همدارنګه دغه خبري آژانس په دې هم نه دي توانېدلی چې د خپرې شوې ويډيو اعتبار تصدیق کړي.

په دغې ويډيو کې ښکاري چې د يوې کښتۍ کارکونکي یوه کوچنۍ ربړۍ کښتۍ په خپلې کښتۍ پسې تړي او د سمندر پر لور روانیږي. دغه کښتۍ وروسته ربړۍ کښتۍ په اوبو کې پریږدي او بیرته روانيږي.

دا هم روښانه نه ده چې په دغې ربړۍ کښتۍ کې څو کسان سپاره ول. د رپوټونو پر اساس پر آتن تر دې وړاندې د بشري ډلو او د ملګرو ملتونو د مهاجرت عالي کمشنرۍ (UNHCR) له خوا تورونه لګول شوي چې مهاجر له خپلو اوبو څخه په شا تمبوي، خو آتن بیا دغه تورونه په پرله پسې توګه رد کړي او وايي چې دوی د مهاجرو کښتۍ د هغوی د نجات په خاطر تعقیبوي.

يونان د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو پر مهال د اروپا د مهاجرت بحران پر وخت د مهاجرتونو لومړۍ کرښه او تر ټولو مهمه لار وه. هغه وخت شاوخوا يو ميلیون مهاجر د یونان له لارې اروپا ته ورسيدل. اکثریت دغه مهاجر له جګړه ځپلو او بې وزلو هیوادونو لکه افغانستان، سورېه او عراق څخه ول چې تر ډيره د ترکېې له سواحلو د مدیترانې سمندرګي له لارې یونان پر لور روانیدل. خو تر هغه وروسته په دغې لار اروپا پر لور د راتلونکو مهاجرو شمير ډير راښکته شو.

آ/م.ک.ص./ب.ص.