1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ غواړي یو وار بیا د شمالي کوریا له مشر سره وويني

۱۳۹۷ دی ۲۹, شنبه

متحده ایالات او شمالي کوریا د فبروري میاشتې په پای کې یوه بله سرمشریزه پلانوي. دا خبره سپينې ماڼۍ له ترمپ سره د شمالي کوریا د مذاکره کونکي پلاوي تر ملاقات وروسته کړې. لا تر اوسه د غوندې له پاره ځای نه دی مشخص شوی.

https://p.dw.com/p/3BpEp
Donald Trump, Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

ټاکل شوی ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د فبروري میاشتې په پای کې د یوې سرمشریزې په ترڅ کې د شمالي کوریا له رهبر کم جونګ اون، سره وويني.

د سپيڼې ماڼۍ ویاندې سارا سندیرس، ویلي دي چې د لیدنې کتنې ځای به وروسته اعلان شي. د جمعې پر ورځ ولسمشر ترمپ د شمالي کوریا مرکچي کم یونګ چوول، ته په سپينه ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایه. د دواړو اړخونو تر منځ د ترسره شوې یو نیم ساعته غونډې جزئیات لا نه دي بربنډ شوي.

له ولسمشر دونالد ترمپ سره تر لیدنې وروسته، د شمالي کوریا مرکچي پلاوي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په کوربتوب یوې ملمستیا کې ګډون وکړ.

د پخوانیو بریالیتوبونو دوام؟

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوریا رهبر کم جونګ اون، د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۸م کال په جون میاشت کې د یوې تاریخي سرمشریزې په ترڅ کې په سینګاپور کې سره ولیدل.

د دې لیدنې کتنې په ترڅ کې د شمالي کوریا واکمن کم جونګ اون، په بشپړ ډول د خپل هیواد د اټومي بی وسلې کولو له پاره پر خپل چمتوالي ټینګار کړی وو. خو په دې اړه مشخصه ژمنې، چې شمالي کوریا به څه وخت د خپلو اټومي وسلو له زیرمو لاس اخلي او په مقابل کې به یې امریکا متحده ایالات د شمالي کوریا دغه احتمالي اقدامات څرنګه جبرانوي، لا تر اوسه نه دي روښانه شوې.

شمالي کوریا د نړیوالو بندیزونو د کومیدو غوښتنه کوي. خو ترمپ روښانه کړې ده چې پر شمالي کوریا د لوړې کچې فشار ساتلو د سیاست پلوي دی. په وروستیو وختونو کې د شمالي کوریا او ترمپ ادارې تر منځ د مذاکراتو په برخه ډیر لږ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي.

د شمالي کوریا ګاونډي هیواد سویلي کوریا د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو د دویم ځلي ملاقات د اعلانیدو هرکلی کړی دی.

د سویلي کوریا د ولسمشر مون جي ان، د دفتر ویاند د شنبې په ورځ وویل چې سویلي کوریا د فبروري په میاشت کې ترمپ او کم جون اونګ له لیدنې کنتنې څخه د کوریا په نيمه ټابوزمې کې د دوامدارې سولې په برخه کې د یوه مثبت بدلون تمه لري.

هغه زیاته کړه چې دغه هیواد غواړي په دې برخه کې خپل رول ولوبوي، تر څو د شمالي کوریا د رهبر او دونالد ترمپ ترمنځ خبرې اترې بریالۍ شي او مشخصو پایلو ته ورسیږي.

د سويلي کوریا د ولسمشرۍ د دفتر ویاند ټینګار کړی دی چې وروستۍ موخه به د کوریا د نيمه ټاپوزمې په بشپړ ډول اټومي بی وسلې کول، د سولې له پاره د یوه نوي سیستم رامنځته کول وي. هغه زیاته کړې چې دې هدف ته د رسیدو له پاره به سویلي کوریا له واشنګټن سره نږدې همکاریو او د شمالي کوریا له ګاونډیو هیوادونو سره ډیالوګ او خبرو اترو ته دوام ورکړي. د سویلي کوریا مشر تیر کال د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ د منځنګړتبوب په برخه کې یو فعاله رول لوبولی وو.