1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د ۲۰۱۸ په لومړي تویت کې پاکستان وګواښه

۱۳۹۶ دی ۱۱, دوشنبه

ترمپ د دوشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې پاکستان ته به د خپل هیواد مرستې قطع کړي. هغه پر اسلام آباد باندې تور لګولی دی چې سخت دریځو افراطیانو ته یې ځای ورکړی او بیا یې د هغوی په اړه دروغ ویلي دي.

https://p.dw.com/p/2qBmu
USA Präsident Donald Trump in Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

ترمپ په ۲۰۱۸ کال کې په خپل لومړي تویت کې لیکلي: «امریکا متحده ایالاتو د تیرو ۱۵ کلونو په جریان کې پاکستان ته په احمقانه ډول له ۳۳ میلیارده ډالرو څخه ډیرې پیسې ورکړ دي او هغوی [پاکستانیانو] یې په بدل کې موږ ته له دروغو او چل پرته بل هیڅ هم نه دي راکړي. [پاکستان] زموږ رهبرانو ته یې د احمقانو خیال کړی دی.»

ترمپ پر خپله تویتر ټولنیزه پاڼه باندې په خپور شوي لنډ پیغام کې زیاته کړې ده: «هغوی [پاکستانیان] هغو ترهګرو ته چې موږ یې په افغانستان کې له ډیرې کمې مرستې سره په تعقیب کې یو، پټنځایونه برابروي. نور بس دی!»

تیره اوونۍ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وویل چې د ترمپ اداره اوسه په دې اړه جدي ارزونې کوي چې ایا پاکستان ته ۲۵۵ میلیون ځنډول شوې مرستې ورکړې او که نه. د دې ارزونې او تردد لامل، په پاکستان کې د ترهګرو ډلو په ښه ځپلو کې پاتې راتلل ښوول شوي دي.

د ولسمشر په توګه د ترمپ د کار له پیلیدو سره د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې ترینګلې شوې دي. ترمپ د تیر کال په اګست میاشت کې ویلي وو چې پاکستان د ګډوډۍ، تاوتریخوالي او ترهګرۍ استازو ته پټنځایونه ورکوي.

تیره میاشت کې ترمپ داسې اشاره کړې وه چې له پاکستان سره د خپل هیواد مرستې ښايي قطع کړي. هغه د خپل ملي امنیت د ستراتیژي د اعلان پر مهال ویلي وو: «موږ پاکستان ته هر کال ډیرې پیسې ورکوو. هغوی باید مرسته وکړي.»

د تیر کال د دسمبر میاشتې په وروستیو ورځو کې هم د ترمپ مرستیال مایک پینس، افغانستان ته د یوه سفر پر مهال امریکایي ځواکونو ته وویل: «ولسمشر ترمپ پاکستان ته ګواښ کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې اسلام آباد تل پر دې هیواد باندې لګیدلي تورونه ردوي او وایي چې د ترهګرو د ځپلو له پاره په خپل توان کې هڅې کوي. پاکستاني چارواکي پر امریکا متحده ایالاتو باندې بیا نیوکه کوي چې له ترهګرۍ سره یې د دې هیواد مبارزې له پامه غورځولي دي.