بنکاک : په فيرونو او چاودونو کښي يو تن مړ، او ډير نور زخميان دي | آلمان او نړۍ | DW | 14.05.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

بنکاک : په فيرونو او چاودونو کښي يو تن مړ، او ډير نور زخميان دي

پرون په تايلينډ کښي د حکومت او مخالفينو تر منځ د قدرت پر سر مبارزه خپل اوج ته ورسيدل ، او امنيتي وضع يو وار بيا خرابه سول . دحکومت د مخالفينوسره په فيرونو او چاودونو کښي يو مظاهره کونکی مړ

default

، او لږ تر لږه 4 تنه نور زخميان سول .

د تايلينډ د اردو يو عالي رتبه افسر چي د حکومت مخالفينو سور کميسو ته اوښتی ؤ ، او د هغوي د نظامي چارو مسؤل تعين سوی ؤ ، پداسي حال کښي چي د خارجي ژورنالسټانو سره يې مرکه کوله ، وويشتل سو .

تورن جنرال کاتيا چي په سې ډاينګ مشهوره دی ، په سر کښي تر سخت ټپي کيدو وروسته په روغتون کښي بستر دی .

تر ويشتل کيدو فقط څو ساعته دمخه ده اعلان کړی ؤ ، چي غواړي د سور کميسو رهبري پلاس کښي واخلي ، چي د غورځنګ د 7 مهمو رهبرانو په منځ کښي عملاً د يوه درز او جدايي په معنی وه . جنرال سې ډاينګ ته د يوه سخت دريزه شخص په سترګه کتل کيدل .

Unruhe und Gewalt in Thailand

د تايلينډامنيتي قواوو پرون پنجشنبه په دې شروع وکړل ، چه د سور کميسو ټولي نيول سوي ساحې ، يعني د بنکاک د تجارتي مرکز سي لون او د ښار د مهمو څلور لارو څخه دوی وشړي . دوی ته وويل سول چه هر يو چي غواړي ووزي ، وتلای سي ، خو هلته به څوک پرې نښول سي ، او په زوره به وشړل سي .

Unruhe und Gewalt in Thailand Flash-Galerie

خو بيا برعکس د مخالفينو په مورچلونو کښي پرون شپه چا د وتلو خيال هم نه کاوه ، او جشن يې جوړ کړی ؤ .

د په اصطلاح د دموکراسۍ دپاره د ولسي اتحاد پلويانو نه غوښتل چي د حکومت تهديدونو ته تسليم سي . ددوی يوه وياند سيانګ بون پراکونګ وويل ،

«موږ د حکومتي قواوو د ممکنه حملې دپاره تياری لرو . نن ماښام هم څو واري آوازې خپرې سوې . خو زه شخصاً ګمان نه کوم چه حکومت دي واقعأ يو څه وکي . دوی غواړي چي موږ د خپل رواني جنګ تر اغيزي لاندي راولي .

ديوه بل مظاهره کونکي په وژل کيدو او فيرونو سره دوی غواړي ، موږ وبيروي . خو موږ به دلته پاته سو . »

Thailand Rothemden Demonstration

په اصطلاح سور کميسي مخالفين

د ورځپاڼو د معلوماتو پر اساس د سور کميسو يوه مهم رهبر وېره موسي کاپونګ ، غورځنګ پرې ايښی دی . دی د معتدلو رهبرانو د جملې څخه ؤ،چي آماده ؤ احتجاجونو ته خاتمه ورکي ، او د حکومت د پخلايني پلان ومني . همدارنګه ډاکټر وېنګ ټايراکان هم وتلی دی . خو وېنګ وايي ، چه دسته جمعي رهبري پر خپل ځای پاته ده ، او اضافه کوي :

«دا عادي خبره ده ،چي د نظرياتو اختلافات موجود وي . دوه مختلف انسانان هيڅ وخت يو ډول نظريات نلري ، او هر يو کولای سي د وخت په تيريدو سره خپل نظر ته تغير ورکي . »

د بلي خوا بيا د تايلينډ حکومت په 15 نورو ولايتو کښي هم اظطراري حالت اعلان کړی دی ، ځکه چه ددې خطر موجود دی ، چي په تايلينډ کښي دي احتجاجونه او اعتراضونه نور هم پراخ سي .

بوروفسکي/

کتونکي : محمد قاسم نوري

اړوند مطالب