بریتانیا: په یوې لارۍ کي بیا ۱۵ انسانان موندل سوي | اروپا ته مهاجرت | DW | 07.11.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

اروپا ته مهاجرت

بریتانیا: په یوې لارۍ کي بیا ۱۵ انسانان موندل سوي

لندن ته نژدې په یوې لارۍ کي د ۳۹ جسدونو تر پیدا کیدو وروسته، پولیسو بیا په یوه بل ښار او یوې بلې لارۍ کې ۱۵ انسانان موندلي دي. په دې ترڅ کې یو تن له غیر قانوني مهاجرت سره د مرستي په شک نیول سوی دی.

د پولیسو په حواله هغوی ته یوه عیني شاهد خبر ورکړ چي د چیپینهم (Chippenham) ښار پریوه لویه لار باندي یې «په یوې لارۍ کي شکمن فعالیتونه» لیدلي دي. تر هغه وروسته پولیسو دغه ۱۵ تنه کشف کړل، چي ټول یې تر ۱۶ کلونو زیات عمرونه لري. د هغوی له ډلې څخه یو تن یې د آزموینو په موخه روغتون ته انتقال سوی دی.

خو پولیسو چي دغه خبر یې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر میاشتي پر شپږمه نیټه) ناوخته خپور کړ، د موندل شويو کسانو د هویت په اړه څه نه وویل.

همدا د اکتوبر پر ۲۳مه نیټه هم د لندن په شرق کي په یوه یخچالي لارۍ کي د ۳۱ نارینه وو او۸ ښځو جسدونه پیدا سوي ول، چي احتمالأ به ویتنامیان وي. په دې ارتباط د جنوب ختیځي اسیا په دغه هیواد کي د انساني قاچاقبرانو د یوه بانډ اته شکمن کسان ونیول سول.

Flash - Galerie Entlastung Bundeshaushalt (picture-alliance/ dpa)

د هغې لارۍ پر موټر چلونکي بیا په انگلستان کي د قتل او انساني قاچاقبرۍ په تور اقامه دعوا سوې ده. د هغه پر دوو ورونو باندي په جرم کي د شکمنې ښکیلتیا له کبله تعقیب روان دی. هغوی درې واړه په شمالي آیرلنډ کی اوسیدل.

qn/ms (dpa)

DW.COM