1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانیا افغانستان ته بودايي مجمسې بيرته سپاري

۱۳۹۸ آبان ۲۱, سه‌شنبه

د طالبانو له خوا د بودايي کلتوري اثارو تر ويجاړولو کابو دوه لسيزې وروسته، بريتانيا اوس افغانستان ته يو شمير بودايي مجسمې بیرته ورکوي. دغه اثار په ۲۰۰۲م کال کې د لندن په هوايي ډگر کې نيول شوي ول.

https://p.dw.com/p/3Srow
Großbritannien gibt buddhistische Skulpturen an Afghanistan zurück
انځور: picture-alliance/dpa/Metropolitan Police UK

د سکاتلند يارد يا د لندن پوليسو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۱۱مه نیټه) وويل چې ياد هنري توکي په ۲۰۰۲م کال کې د لندن په هيترو هوايي ډگر کې نيول شوي ول خو په افغانستان کې د روان کړکيچ له کبله تر اوسه دغه هېواد ته بيرته نه وو ورکړل شوي.

د بودايي مجسمو نهه سرونه او يوه بله مجسمه به لا هم د دسمبر میاشتې تر پایه پورې د بريتانيا په موزيم کې نندارې ته پراته وي او تر هغه وروسته به بيرته افغانستان ته وسپارل شي. دغه مجسمې د ۴ مې او ۶ مې عيسوي پيړۍ مربوط دي. په دغو پیړیو کې نننی افغانستان تر ډېره د بدايي مذهب تر اغیزې لاندې وو.

دا ذکر شوي هنري توکي د پاکستان له لارې د افغانستان څخه بريتانیې ته قاچاق شوي ول.

وسله والو طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوره کې په افغانستان کې بودايي کلتوري اثار په پراخه کچه ويجاړ کړي ول. طالبانو په ۲۰۰۱م کال کې په باميانو کې د بودا دوه سترې مجسمې د چاوديدونکو توکو په وسيله ويجاړې کړې.

د «برېتش ميوزيم» په حواله يوازې له ۲۰۰۹ م کال راهيسې تقریباً ۲۳۵۰ هغه توکي چې زياتره یې په غیر قانوني توگه له افغانستان، عراق او ازبکستان څخه دغه هیواد ته په ناقانونه توګه رسېدلي ول، د ميوزيم د کارپوهانو په مرسته بيرته خپلو اصلي هېوادونه ته ليږدول شوي دي.

bs/sm (dpa)