بريتانيا خپله يوه بله جنګي بيړۍ د فارس خليج ته استوي | آلمان او نړۍ | DW | 25.08.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

بريتانيا خپله يوه بله جنګي بيړۍ د فارس خليج ته استوي

بريتانيا ويلي چې د فارس خليج په اوبو کې د کشتيو د تګ راتګ د لا ښه امنيت له پاره يوه بله جنګي بيړۍ دغې سيمې ته استوي. دا په داسې حال کې ده چې د بريتانيا يوه تيل وړونکې کشتۍ اوس هم د ايران په توقيف کې ده.

د فارس خليج او په ځانګړي توګه د هرمز تنګي په اوبو کې د تيل وړونکو کشتيو د امنيت له پاره د امريکا متحده ايالاتو سمندري ځواکونو په مشرۍ، يو ماموريت د جوړيدو په حال کې دی. متحده ايالاتو ويلي چې ديرشو هيوادونو په دغه نړيوال سمندري ماموريت کې د ګډون له پاره خپل تياری ښودلی دی.

اوس ويل کيږي چې بريتانيا هم غواړې د فارس خليج په اوبو کې خپل پوځي حضور پراخ کړي.

رويټرز خبري اژانس د شنبې ورځې په ماښام(د اګست ۲۴مه) له لندن څخه د يو رپوټ په خپرولو، د فارس خليج اوبو ته د بريتانيا د يوې بلې جنګي بيړۍ د استولو خبر ورکړ.

ويل کيږي چې د فارس خليج په اوبو کې د بريتانيا د پوځي حضور ډيريدل، په دغې سيمه کې د تلونکو راتلونکو کشتيو د امنيت د تامين په موخه ترسره کيږي. سيمې ته د بريتانيا د بلې جنګي کشتۍ د استولو خبره، د دغه هيواد د دفاع وزارت کړی ده.

د بريتانيا د دفاع وزارت له لوري دغه کشتۍ د «ستينا امپرو» کشتۍ د توقيف په غبرګون کې هم استول کيږي. ستينا امپرو يوه بريتانوۍ تيل وړونکې کشتۍ ده چې د ايران سپاه پاسداران له خوا توقيف شوې چې تر اوسه نه ده خوشې شوې.

سپاه پاسداران دغه کشتۍ د جولای مياشتې په ۱۹مه توقيف کړې ده. ويل کيږي چې ايران دغه بريتانوۍ کشتۍ د خپلې «ګريس ۱» تيل وړونکې کشتۍ د توقيف په غبرګون کې توقيف کړې ده. ګريس ۱, د ايران د تيلو يوه ستره لیږدونکې کشتۍ ده چې په جون مياشت کې د بريتانيا سمندري ځواکونو په مرسته د جبل الطارق په اوبو کې توقيف شوه. بريتانیا د هغې د توقیفولو دلیل د اروپایي اتحاديې د تحریمونو نقضول او سوريې ته د تيلو ليږد ښودلی دی.

که څه هم دغه کشتۍ تر ۴۵ ورځو وروسته بيرته خوشې شوه خو وروسته د امريکا متحده ايالاتو يوې محکمې يې د بيا توقيف امر ورکړی دی.

تيره ورځ په رپوټونو کې ويل شوي ول چې ګریس ۱ چې اوس يې نوم «آدریان دريا۱» ته اړولی دی، د ترکيې يوه بندر پر لور خوځيدلې ده. امريکا متحده ايالاتو دغه راز يونان او قبرس ته خبرداری ورکړی چې دغې کشتۍ ته په خپلو بندرونو کې د لنګر اچولو اجازه ورنکړي. یونان د مخه د متحده ایالاتو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.

اړوند مطالب

اعلان