1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران په آلمان کې له نیول شوي جاسوس سره هر ډول اړیکه رد کړې

۱۳۹۷ دی ۳۰, یکشنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د آلمان په پوځ کې له یوه شکمن جاسوس سره د خپل هیواد هر ډول اړیکه رد کړه. او په دې اړه رپوټونه یې له اروپا سره د ایران د اړیکو د خرابولو هڅه وبللې. ویل شوي چې تورن کس په خټه افغان آلمانۍ وو.

https://p.dw.com/p/3BrKC
Iran Teheran Sprecher des Außenministeriums Bahram Ghasemi
انځور: picture-alliance/AA/F. Bahrami

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي، د آلمان په پوځ کې له نیول شوي جاسوس سره د خپل هیواد هر ډول اړیکې رد کړي دي. قاسمي د شنبې په ماښام (د ۲۰۱۹ کال د جنوري میاشتې ۱۹مه نیټه) د ایسنا خبري آژانس ته وویل: «د هغو کسانو له خوا چې غواړي د ایران او اروپا اړیکې په دې حساس وخت کې خړې پړې کړي، داسې ناروا طراحي شویو امنیتي تور لګونو په سلسله کې، د دې خبر په اوریدو تعجب نه کوم.»

قاسمي له اروپا په ځانګړي توګه د ایران د اټومي تړون دری غړو اروپایې هیوادونو سره، د دغه هیواد د اړیکو سابقې ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ایران دښمنان له اروپا سره د دغه هیواد د روابطو د خرابولو له پاره د هر ډول تورلګونې او ادعاو موقع له لاسه نه ورکوي.

په دې وروستیو کې آلماني رسنیو د دغه هیواد په پوځ کې د یوه په خټه افغان آلماني کارکونکي د نیولو خبر ورکړی دی چې د ایران له پاره پر جاسوسۍ تورن شوی دی. دغه کس عبدالحمید س. نومیږي چې په افغانستان کې زیږیدلی دی او پنځوس کاله عمر لري.

ویل کیږي چې هغه د آلماني پوځ مهم او محرم اطلاعات، د هغو له جملې څخه په افغانستان کې د آلماني پوځ د ماموريت په اړه معلومات د ایران د اسختباراتي ادارو په اختیار کې ورکړي دي.

مخکې تر دې د «زود دویچه سایټونګ» آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی وو چې ایران ته د دغه کس د جاسوسۍ په اړه لومړۍ نخښې نښانې په ۲۰۱۷م کال کې لیدل شوې وې. وروسته تر هغې نوموړی د یوې اوږدې مودې له پاره تر څار لاندې وو چې بالاخره د دسمبر میاشتې پر شپږمه نیټه یې د نیولو امر وشو.

عبدالحميد س. له آلماني پوځ سره د ژبي او کلتوري سلاکار په توګه همکاري درلوده او ویل شوي دي چې د ایران له استخباراتي ادارو سره د هغه د همکارۍ سابقه څو کاله مخکې ته ورګرځي.

په اروپا کې د ایران د استخباراتي ادارو فعالیتونه، د یوې اوږدې مودې راهیسې په مخ پر ډیریدونکي ډول د آلمان امنیتي ادارې اندیښمن کړي دي.

تیرکال په دوبي کې د اسدالله اسدي په نوم یو ایرانی دیپلومات د آلمان په بایرن ایالت کې د مجاهدين خلق په نوم سازمان په غونډه کې د بم ایښودنې د دوسیې په ارتباط نیول شوی وو.

اسدي په ۲۰۱۴م کال کې په وین کې د ایران په سفارت کې د دریم سکرتر په صفت دنده پیل کړه. ایران غوښتنه کړې وه چې دغه دیپلومات ورته وسپاري، خو آلمان دغه غوښتنه رد او نوموړی شخص یې بلجیم هیواد ته وسپاره، څو هلته د دې دوسیې په ارتباط له نیول شویو څو نورو کسانو سره یوځای محکمه شي.

مخکې تر دې د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند غړي او «د آلمان - اسرائیل ټولنې» د مشر راینهولد روبه، په هکله د ایران جاسوسي په یوه خبر جوړونکي موضوع بدله شوې وه.

د آلماني چارواکو په حواله د ایران جاسوس چې «سید مصطفی ح.» نومیده، د ایران د سپاه قدس له خوا ورته دنده سپارل شوې وه چې د دې آلماني سیاستوال د شخصي ژوند په اړه جاسوسي وکړي. دغه کس چې په پاکستان کې زیږدلی دی د برلين په یوې محکمې کې محاکمه شو.