ایران: د امریکا نوي بندیزونه پر موږ تأثیر نه لري | دويچه ويله پښتو | DW | 07.02.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

ایران: د امریکا نوي بندیزونه پر موږ تأثیر نه لري

ایران د سه شنبې په ورځ وویل چي پر دغه هیواد د امریکا نوي تحریمونه پر ایران کومه اغیزه نه لري.

امریکا د دوشنبي په ورځ اعلان وکړ چي ولسمشر اوباما د ایران په وړاندي نوي تحریمونه منلي دي او په امریکا کي ئې د دغه هیواد د مرکزي بانک ټولي شتمنۍ کنگل کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چي د ایران مرکزي بانک له متحده ایالاتو سره راکړه ورکړه نه لري او له همدي کبله نوو تحریمونو اغیزمن کړی نه دئ.