ایا کيوتو تړون اقليم وژغوره؟ | آلمان او نړۍ | DW | 17.02.2020
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

ایا کيوتو تړون اقليم وژغوره؟

۱۵ کاله دمخه د کيوتو تړون نافذ سو، کوم چي باید د مځکي د گرمیدو مخنیوی یې کړی وای. خو تړون خپل هدف ته ونه رسید او مځکه لا نوره هم تودیږي. اوس باید یو نوی تړون دغه هدف تر سره کړي، خو ځیني هیوادونه ورسره مخالفت کوي.

د اقليم ساتني حقوق پوه او اقلیم پيژندونکئ  هیرمن اوټ وايي چي په ۱۹۹۷ م کال کي د جاپان په کیوټو کي د شپې له خوا د مذاکراتو پر مهال د یوه تړون د امضأ کیدو پر سر«تر اخري لحظې پوري مبارزه وسوه. مرکچیانو په اخره ورځ تر سهاره پوري پر هغه باندي معامله وکړه.» په خبره یې د هغه نتیجه د مضره ګازونو دانتشار او تولید لومړنۍ بين المللي تړون ؤ، چي ټوله دولتونه یې مکلف کوله او«ډير تاریخي ارزښت یې درلود.«

د نن څخه  ۱۵ کاله دمخه په ۲۰۰۵ م کال کي د کيوټو تړون نافذ سو او په دې ډول سره د اقليم ساتني په برخه کي یو بين المللي مهم گام پورته سو.

د کيوټو د پروتوکول تاریخ اصلأ د ۱۹۹۲ م کال څخه په ریو دي ژنیرو کي د ملگرو ملتونو د اقليم ساتني د کنوانسیون څخه شروع کیږي. بين المللي ټولني د کنوانسیون مطابق ماړو صنعتي هیوادونو ته د اقليم ساتني په برخه کي یو خاص مکلفیت وسپاره، داسي چي  پرمختللي صنعتي هیوادونه باید مخکښه واوسیږي. خو دا چي څنگه او په کوم مشخص چوکاټ کي باید اقلیم وساتل سي، دا موضوع په ۱۹۹۷ م کال د کيوټو د تړون پر مهال فیصله سوه. تر ۲۰۰۵ م کال کي پوري ۱۴۱ هیوادونو دغه قراراداد امضأ کړ.

دا چي په ټوله جهان کي دولتونو اقليمي سیاست ته د یوې مهمي موضوع په سترگه وکتل، دا ټول د کيوټو د تړون له برکته دی. په قرارداد کي ۳۸ صنعتي هیوادونه مکلف سول، چي تر ۲۰۱۲ م کال کي پوری د مضره ګازونو انتشار او تولید په متوسط ډول د ۱۹۹۰ م کال په نسبت ۵،۲ فیصده راکم کړي. دغه پروتوکول د نورو تر څنگ د اروپا اتحادیې، د امريکا متحده ايالاتو اوانگلستان امضأ کړی ؤ.

یو لوی بریالیتوب خو د لږ مؤثریت سره

کله چي د مضره ګازونو تر ټولو لوی تولیدونکي هیواد، امريکا متحده ايالاتو په ۲۰۰۱ او کاناډا په  ۲۰۱۱ م کال کي د کيوټو د تړون څخه د وتلو اعلان وکړ، ډیرو ناظرینو د کيوټو تړون ناکامه وباله. خو د پاته  صنعتي هیوادونو د مضره ګازونو تولید تر ۲۰۱۲ م کال پوري واقعأ یو څه راکم او د ۱۹۹۰ م کال په نسبت  ۲۰ فیصده لږ سو. خو په عین زمان کي بیا په ټوله دنیا کي د مضره ګازونو انتشار او تولید ۳۸ فیصده لوړ سو. دا نو په دې معنی چي د  کيوټو تړون د مځکي د گرمیدو د مخنیوي لپاره کفایت نه کاوه. دا ځکه چي د اقليم ساتني د کارپوه، انریف لایت په خبره :« دغه تړون هغه هیوادونه په بر کي نیول، چي د فقط ۲۴ فیصده مضره ګازونو د خپریدو مسؤلیت ورپه غاړه ؤ. او که سړی د مضره ګازونو د  تولید مشکل حلول غواړي، نو دا بیا ډیر لږ دي.«

د مضره ګازونو خرڅلاو

د مضره ګازونو د تولید او انتشار د مخنیوي په منظور د کيوټو په  تړون کي د مضره ګازونو خرڅلاو او تجارت ته اجازه ورکول سوه. هغه هیواد چي مثلأ خپل د اقلیم ساتني هدف ته رسیدلی وي، کولای سي د بل هیواد څخه د هغه مضره ګازونو رانیسي او یا برعکس. خو د اقليم ساتني د کارپوه، انریف لایت په نظر دې کار چنداني نتیجه ورنه کړه. نن ورځ بیا د نړۍ حکومتونه پردې باندي فکر کوي، چي ایا پر کاربن ډای اکسايډ باندي مالیه وضع کیدلای سي؟ په دې لار کي مخکښ هیواد سویډن دی، چي د مضره ګازونو یو ټن په ۱۱۴ یورو باندي محاسبه کوي.

د پاریس د اقليم ساتني تړون ته لار

کارپوهان د کيوټو پروتوکول تر ټولو ضعیفه نقطه په دې کي ویني، چي په هغه وخت کي یې پرمختیايي هیوادونه ته لږ اقلیمي اهداف وټاکل. په ډیرو هیوادونو، لکه چین، هندوستان او یا اندونیزیا کي تر هغه راوروسته کلونو کي اقتصاد ډیره وده وکړه او د نړی د مضره ګازونو تر نیمايي ډیره برخه  پرمختیايي او د پرمختیا په درشل کي هیوادونه تولیدوي.

ځکه نو په ۲۰۱۵ م کال کي د پاریس د اقليم ساتني تړون د کيوټو د پروتوکول ځای نیسي. په پاریس کي د دنیا ټوله هیوادونه پردې باندي سره یو سول، چي کُره د صنعتي کیدو دمخه دورې په نسبت دوې درجې راکمه کړي. په دې لار کي مگر باید داوطلبانه  ملي اقلیمي او د کاربن ډای اکسايډ د توليد راکمیدو اهداف تعین سي. خو تراوسه پوري هیڅ یو هیواد هم دغه پخپله تعین سوي هدف ته نه دی رسیدلی. او که په همدې ډول سره کاربن ډای اکسايډ توليد سي، لکه اوس، نو به د دې قرن تر آخره پوري د مځکي کره تر ۳ درجې هم ډیره گرمه سي.

د ۱۹۹۰ م کال راهیسي په ټوله دنیا کي ۴۱ فیصده د مضره ګازونو انتشار او تولید ډیر سوی دی. داچي هغه ته دي تعیر ورکول سی، د اقليم پیژندونکو په عقیده د کيوټو تړون یو «تاریخي بين المللي» پیل ؤ. خو اوس هغه کفایت نه کوي او باید په ډیر عاجل ډول سره نوي اهداف وټاکل سي. ددې کار سره بیا خصوصأ تیل تولیدونکي هیوادونه، لکه امریکا ، اسټرلیا، روسیه او یا سعودي عربستان مخالفت کوي او نه پریږدي ، چي نوی اقدامات تر سره سي.

اعلان