ایا د انگلستان شهزاده په جنسي رسوایۍ کي لاس درلود؟ | آلمان او نړۍ | DW | 21.11.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

ایا د انگلستان شهزاده په جنسي رسوایۍ کي لاس درلود؟

په جنسي رسوایۍ کي د شهزاده اندريو شکمن لاس درلودل ټوله بریتانیا سره ولړزوله. اوس چي تر څو پوري دغه قضیه واضح کیږي، شهزاده به په موقتي ډول د شاهي کورنۍ له ټولو عامه وظایفو څخه لیري سي.

د امریکايي مړه سوي ملیونر، جیفري اېپستاين د جنسي رسوایۍ په قضیو کي د قربانیانو ډیرو وکیلانو د انگلستان د ۵۹ کلن شهزاده اندريو څخه د هراړخیزه توضیحاتو او شهادتونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

امریکایې وکیلې گلوریا الرید، بریتانوي ټلویزوني چینل بی بی سي (BBC ) ته ویلي دي چي شهزاده اندريو باید په »دغه قضیه کي په خپله خوښه د مستنطقینو سره بې له ځنډ او شرایطو همکاري وکړي.«

تردې لږ دمخه شهزاده خبر ورکړ، چي موقتاً به د شاهي کورنۍ له ټولو عامه وظایفو څخه لیري سي. هغه که څه هم دا اعلان کړی وو، چي دی به «د ټولو مسؤلو پلټونکو ارگانونو سره کومک وکړي«، خو په هغه کي یې د محدودیتونو د وضع کولو  خبره هم کړې ده.

وکیلې گلوریا الرید دا هم غوښتي دي، چي شهزاده اندريو نه یوازي باید د جیفري اېسپتاین د جنسي رسوایۍ په قضیه کي د مربوطه چارواکو سره همکاري وکړي او شهادت ورکړي، بلکي په دې ارتباط  په مدني-حقوقي دعوو کي هم شهادت ورکړي.

امریکايي ملیونر جیفري اېپستاین، د ۲۰۱۹ م کال په اگست میاشت کي د نیویارک په یوه محبس کي ځان وژنه وکړه. پر هغه باندي تور لگیدلی وو چي په لس هاوو نجوني یې جنسي اعمالو او بدلمنۍ ته مجبوره کړي وې. شهزاده اندريو بیا ډیر کلونه د دغه ملیونر دوست پاته سوی او په منظم ډول سره یې میلمه سوی وو. خو شهزاده وايي چي  پر دې ټولو خبرو سربیره یې د هغه له جنسي رسوایۍ څخه خبر نه درلود.

DW.COM

اعلان