ایا الماني عسکر باید په خارج کي وظیفه اجرأ کړي؟ | ميديا سنتر | DW | 13.04.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ميديا سنتر

ایا الماني عسکر باید په خارج کي وظیفه اجرأ کړي؟

په جنگي سیمو، هغه که په سوريه، عراق او يا افغانستان کي وي د جرمني د نظامي عملیاتو او همکارۍ په باب ډېر احتیاط کیږي. د سوریې په پوځي عملياتو کي د نه گډون خبره په حقیقت کي دهمدغي عنعنې ادمه ده.

جرمني يو د نړۍ له مهمو صنعتي هیوادونو څخه دی. دغه هيواد د ناټو او غربي هیوادونو په گډو ارزښتونو کي مشخص ځای لري، خو له نظامي لحاظه د اروپايي ټولني دغه قوي اقتصادي هیواد د نورو په مقایسه محتاطه دی. که څه هم د جرمني تقریباً ۴۰۰۰ عسکر له افغانستان څخه نیولې تر مالي پوري په ۱۹ خارجي نظامي ماموریتونو کي برخه لري، خو نه د جگړو په لومړيو جبهو کي.

د مثال په توگه الماني عسکر په اکتشافي الوتکو کي مصروف وي او یا د پوځي متحدینو له پاره عسکر روزي. دا هم په داسي حال کي ده، چی الماني سیاستمداران همیشه ټینگار کوي چي له جرمني څخه ډیره تمه کیږي. د ناټو عمومي منشي یېنس ستولتنبِرگ هم پرون پنجشنبه په دغه نظامي پکټ کي د جرمني د ډیري همکارۍ غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چي «نور هيوادونه له برلین څخه د امنیتي سیاست په برخه کي د یوه رهبري کوونکی رول غوښتنه کوي».

خو تر دوهم نړيوال جنگ وروسته قبول سوی غیر فعال رول څخه که هم دغه هیواد خلاصیږي، نو هغه به ډیر په کراره سره وي.

تاریخي مسئولیت

دا طبعاً تاریخي دلایل لري. تر دوهم نړيوال جنگ او نازي المان تر سقوط وروسته په ۱۹۵۵م کال کي د آلمان نوی پوځ هم تأسیس سو. په عین وخت کي جرمني ناټو ته ورشامل سو، خو د آلماني عسکرو تمرکز څو لسیزي یوازي د داخلي دفاع په برخه کي وو.

له سیاسي لحاظه هغه مهال پر شرق او غرب باندي ویشل سوی جرمني د ساړه جنگ په مرکز کي قرار لاره . خو په ۷۰ یمو کلونو کي د هغه وخت د صدراعظم ویلي برانت په مشرۍ داسي ابتکارونه وسول، تر څو دې کار ته بدلون ورکړل سي: د پخواني شوروي اتحاد په مقابل کي د خبرو د ډیرو کانالو د خلاصیدو او قراردادونو د لاري غیر تشنجي سیاست وضع سو. له همدغه وخت څخه له روسيې سره خاص مناسبات رامنځته سول.

روسيې چي له نازي آلمان سره یې په جنگ کي تر ۲۶ ميلیونو زيات انسانان ووژل سول، تر اوسه پوري لا هم د ډیرو آلماني سیاستمدارانو په مغزو کي مهم رول لري. د مثال په ډول د روسيې له خوا د کریمیا نیمه ټاپو تر الحاق وروسته هم جمهوررئيس ولاد یمیر پوتین ته د نژدې کیدو طرفداران ډیر وه. که څه هم جرمني د مسکو په مقابل کي د بندیزونو ملاتړ کوي. پخواني خارجه وزير زیگمار گابریل همدا له خپل مقام څخه تر ایسته کیدو لږ مخکي د روسيې په مقابل کي د بندیزونو د راکمولو او له منځه وړلو کوښښ وکړ.

شخړه ایز خارجي ماموریتونه

کله چي په۱۹۹۰م کال د دواړو يعني شرقي او غربي آلمان تر بیرته یووالي وروسته جرمني په خارجي نظامي ماموریتونو کي برخه واخیستله، نو دې موضوع په ملي سطح سخت جروبحثونه راپورته کړل. په ځانگړې توگه په کوزوو کي د نړيوالو حقوقو له لحاظه شخړه ایز ماموریت په اړه. تر ټولو ډیر بیا د جرمني له پاره د ۲۰۰۱ م کال د سپتمبر پر۱۱تر بریدونو وروسته په افغانستان کي د الماني عسکرو ماموریت مرکزي اهمیت درلود. د آلماني پوځ دغه ماموريت په خارج کي د هغوی د نورو ماموريتونو په شان په ولس کي په واضح ډول رد سو. ځکه نو حکومت مجبوره وو، چي خپل کوچني نظامي ماموریتونه هم د پارلمان څخه تیر او تصویب کړي.

د عراق په جنگ برخه نه اخیستل

تر ټولو دمخه کله چي امريکا متحد ايالات په یوه جنگ کي ډیر دخیل او فعاله وي، په هغه اندازه د جرمنيانو بیره هم ډیره وي. په ۲۰۰۲م کال کي د سوسيال ديموکراټانو دهغه وخت صدراعظم گیرهار شرویدر پارلماني انتخابات په تعجب آوره ډول سره وگټل، دا هم پداسي حال کي، چي د ده سور-زرغون اییتلاف د ټول پوښتنو پراساس د گټلو ډیر لږ چانس درلود. دا ځکه چي شرویدر د عراق په جنگ کي د جرمني د برخي اخیستلو په هکله د امریکا د جمهوررييس جورج بوش پرضد دریځ ونیو. په حقیقت کي شرویدر د ولس احساساتو ته مثبت جواب ووایه.

په دغه وخت کي اوسنۍ صدراعظمه انګيلا ميرکل، چي د مسيحي دموکراتانو او د پارلماني فراکسیون مشره وه، د عراق په جنگ کي یې د جرمني د برخي اخیستو خبره وکړه. خو دې خبري ورته تاوان ورساوه او انتخابات یې بایلول. طبعأ به نو اوس بیا دغه باتجربه سیاستمداره دغسي یوه اشتباه تکرار نه کړي.