اوپل به تر ۲۰۱۴م پوري په اروپا کي فابريکې ونه تړي | دويچه ويله پښتو | DW | 24.03.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

اوپل به تر ۲۰۱۴م پوري په اروپا کي فابريکې ونه تړي

د موټر جوړونې شرکت اوپل مشرتابه هغه راپورونه رد کړي دي چي پکښي ويل سوي ول چي اوپل په اروپا کي خپلې فابريکې بندول غواړي. د نوموړي شرکت د مشرتابه د جرگې رئيس کارل فريډريش شټراکه، بلډ نومي المانۍ ورځپاڼي ته ويلي دي چي تر ۲۰۱۴م کال پوري به په اروپا کي د دغه شرکت هيڅ کومه فابريکه نه تړل کيږي. نوموړي زياته کړې ده چي جي ايم د دې خبري گارنټي ورکړې چي پکښي بدلون نه دئ راغلی. جي ايم هغه امریکايي شرکت دئ چي د اوپل موټر جوړونې د شرکت ملکيت لري او په تېر کال ئې ۷۵۰ مليونه ډالره تاوان کړی وو.

اړوند مطالب