امریکا ولې افغانستان ته ژمنه شوې ۱۰۰ میلیونه ډالر بیرته خپلې خزانې ته انتقالوي؟ | افغانستان | DW | 19.09.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

امریکا ولې افغانستان ته ژمنه شوې ۱۰۰ میلیونه ډالر بیرته خپلې خزانې ته انتقالوي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي چې متحده ایالات به د افغانستان د انرژۍ پروژې له پاره ۱۰۰ میلیونه ډالر بیرته خپلې خزانې ته انتقال کړي او زیاتوي چې ۶۰ میلیونه نورې پیسې یې هم د فساد له کبله ځنډولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي چې متحده ایالات به د افغانستان د انرژۍ پروژې له پاره ۱۰۰ میلیونه ډالر بیرته خپلې خزانې ته انتقال کړي او زیاتوي چې ۶۰ میلیونه نورې پیسې یې هم د فساد له کبله ځنډولي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې ۱۹مه نیټه) وویل چې هیواد به یې د افغانستان د انرژۍ په برخه کې د پروژو له پاره ژمنه شوې ۱۰۰ میلیونه ډالر بیرته خپلې خزانې ته انتقال کړي.

پمپیو همدا راز ویلي دي چې په افغانستان کې د شفافیت د نه شتون او فساد له کبله یې۶۰ میلیونه ډالر نورې ژمنه شوې پیسې هم د تعلیق حالت ته راوستلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د مایک پمپیو په حواله راغلي دي چې متحده ایالات به په افغانستان کې د [بریښنا] زیربنايي پروژې بشپړي کړي خو زیاتوي چې هیواد به یې دغه چارې د یوه بل میکانیزم له لارې پرمخ یوسي.

په اعلامیه کې د دغو مرستو د نه ورکړې دلیل د افغانستان له لوري د امریکا متحده ایالاتو د حکومتي سرچینو په برخه کې د شفافیت نه شتون په ګوته شوی دی.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي: «د افغانستان د حکومت د مشخص فساد او د مالي سرچینو د خراب مدیریت له کبله، د امریکا حکومت شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر پیسې بیرته خپلې خزانې ته انتقالوي.»

د اعلامیې په حواله دغه پیسې په افغانستان کې د بریښنا د یوې سترې پروژې د زیربنايي پروژو له پاره په پام کې نیول شوې وې.

اعلان