امریکا ته انتقال شوي افغانان په څه وضعیت کې دي؛ نور کوم افغانان تللی شي؟ | افغانستان | DW | 27.11.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

امریکا ته انتقال شوي افغانان په څه وضعیت کې دي؛ نور کوم افغانان تللی شي؟

امريکا د تخليې په لومړۍ مرحله ۱۲۴ زره کسان له کابله وایستل. دغه افغانان اوس چیرته دي او څه ورسره کيږي؟ آیا په افغانستان کې اوس هم داسې کسان شته چې غواړي بهر ته ووځي؟ کوم کسان کولی شي افغانستان ترک کړي؟ د بين فاکس رپوټ:

له افغانستان څخه د امریکايي اتباعو او نورو د ایستلو يا تخليې پروګرام د امريکا د وروستيو ځواکونو په راوتلو سره پای ته ونه رسيد. له افغانستان څخه وروستي امريکايي ځواکونه د اګست مياشتې په ۳۰ مه ووتل خو له دې جګړه ځپلي هیواده د افغانانو د تخلیې یا د بهرنیو هیوادونو د ځايي همکارانو اخراج لا هم روان دی.

اسوشتید پریس لیکي، امریکا متحده ایالاتو واک ته د طالبانو تر رسيدو راهیسې په خپلو الوتکو کې ۱۲۴ زره کسان د کابل له هوايي ډګر څخه را ایستلي دي. د کابل تر سقوط وروسته په زرونو کسان بهر ته راوتلو ته چمتو شول، چې د دوی له پاره ډیری پروازونه د بهرنيو چارو وزارت او يا هم د خصوصي سازمانونو له خوا په انفرادي شکل تنظیم شول.

خو له دې ډلې ډيری پروازونه په افغانستان کې د پاتې امريکايي اتباعو، په متحده ایالاتو کې میشتو کسانو يا د امریکا د مهاجرت ځانګړې ويزې په چوکاټ کې د هغو افرادو له پاره ترسره شول چې د واشنګتن په مشرۍ د افغانستان په شل کلن پوځي ماموريت کې يې د امريکايي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه او يا نورو برخو کې کار کړی وو.

خو هغه افراد چې په افغانستان کې د امريکا په پوځي ماموريت کې ښکيل ول، له امریکا او نورو هیوادوو څخه غواړي تر څو لا ډير افراد چې اوس مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي له افغانستانه وباسي.

دغه موضوع ته یوه لنډه کتنه

د تخليې په لومړي پړاو کې کوم کسان ووتل او چیرته ولاړل؟

Afghanistan, Kabul | Evakuierungen am Flughafen

د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې پروګرام لومړۍ ورځې

د کابل له سقوط او واک ته د طالبانو په رسیدلو سره، امریکا متحده ایالاتو هڅه وکړه تر څو د امکان تر حده ډیر خلک د کابل په هوايي ډګر کې د خپلو پاتې وروستيو الوتکو په واسطه بهر ته انتقال کړي. د تخلیې دغه پروګرام له سختې ګډوډۍ او پر هوايي ډګر د لسونو زره افرادو په راماتيدو سره پيل شو، ځکه د هغه وخت افغان حکومت د امريکا حکومت د تمې خلاف ژر سقوط وکړ او دغه راز په افغانستان کې هم چا داسې فکر نه کاوه چې طالبان به دومره ژر افغانستان ونیسي.

له افغانستانه د تخليې پروګرام تر ډيره د امریکا په پوځي کارګو الوتکو کې پيل شو. په دغه پروګرام کې له افغانستانه د انتقال په پروسه کې اولويت امريکايي اتباعو، د امريکا دایمي اوسیدونکو، د امریکا د مهاجرت ځانګړې ويزې درلودونکو او يا هغو افرادو او د دوی د کورنیو غړو ته ورکړل شوی وو چې په افغانستان کې یې له امريکايي ځواکونو سره کار کړی وو.

په دغو پروازونه کې هغه افراد هم بهر ته ووتل چې د طالبانو په راتلو سره يې د خپل راتلونکې ژوند په اړه انديښمن ول. په دغو افرادو کې خبريالان، هنرمندان، د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالان شامل ول. دې سره د تخليې په لومړنۍ مرحله کې د ۶۰۰۰ امریکايي اتباعو په ګډون ۱۲۴ زره کسان له افغانستانه بهرنیو هیوادونو ته را انتقال شول.

په دې منځ کې يو شمیر افغانان په موقتي توګه لږ تر لږه اتو هیوادونو ته هم انتقال شول، هغه هیوادونه چې د افرادو له منلو سره موافق ول. دغه افراد به په نهایت کې وشي کړی چې متحده ایالاتو ته د مهاجرو په توګه ځانونه ورسوي او يا به په کوم بل ځای کې هستوګن شي.

متحده ایالاتو تر اوسه د تخليې په لومړي پړاو کې د راوښکلو افغانانو له ‌ډلې ۷۳ زره منلي دي. دغه افغانان به په نهایت کې په ټوله امريکا کې په ټولنو کې ځاي پر ځای او د خصوصي سازمانونو له خوا به د مرستو پروګرام ورته په لاره واچول شي. په دې ترڅ کې ۴۰ زره نور کسان لا تر اوسه د امريکا متحده ایالاتو په اوو پوځي اډو کې اوسیږي او د خپلو پاتې کارونو د بشپړیدو په تمه دي. دوی د پناهندګۍ ادارې او صحي چارو د تکمیلولو له پاره انتظار کې دي چې تر هغه وروسته به په نوو ځایونو کې هستوګن کیږي.

تر اوسه پورې کوم کارونه شوي دي

Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany

طالبانو په سپتمبر کې يو شمیر چارتر الوتکو ته اجازه ورکړه تر څو له دغه هيواد څخه امريکايي اتباع او نور بهر ته وباسي

د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې طالبانو يو شمیر چارتر الوتکو ته اجازه ورکړه تر څو له دغه هيواد څخه امريکايي اتباع، امريکايي اوسیدونکي، د امريکا د مهاجرت ځانګړې ويزې درلودونکي او نور هغه افغانان او د نورو هیوادونو اتباع وباسي چې د سفر قانوني اسناد په لاس کې لري. د رپوټونو پر اساس دغه چارتر پروازونه چې د الائید ایرلفت ۱۲ او تاسک فورس ارګو شرکتونو له خوا ترسره شوي، په کې سلګونه کسان له کابله بهر ته انتقال شوي دي. دغه پروازونه د اګست له ۳۰ مې شوي دي.

د امريکا خارجه وزارت چې چارتر پروازونه يې تنظیم کړي وايي د اګست له ۳۰ راهیسې په دغو پروازونو کې ۴۳۵ تنه امریکايي اتباع او ۳۲۵ تنه هغه افراد چې په امریکا کې د اوسیدو دایمي اسناد، ګرين کارت لري شامل دي. خو اټکل کيږی چې په دغه بهیر کې په مجموع کې شاوخوا ۸۰۰۰ کسان له افغانستانه بهر ته انتقال شوي دي. د ګڼو دلایلو له مخې د دوی په اړه معلومات محدود دي. د بيلګې په توګه ځینو افرادو د طالبانو په راتلو سره خپل اسناد له منځه وړي يا يې ورک کړي او یا هم پټ دي. په اوس وخت کې د امريکا د مهاجرت ځانګړې ويزې له پاره درخواست په کابل کې د امريکا سفارت د تړل کيدو په دليل ستونزمن دی. خو په عین حال کې قطر په وروستیو کې توافق کړی چې دوی به د امریکا له پاره يو څه قونسلي خدمات وړاندې کړي. په رپوټ کې نور تفصیل نه دی ورکړل شوی چې دغه خدمات به په کوم حد او چیرته کیږي.

آیا لا هم په افغانستان کې امریکايي اتباع شته؟

د دې پوښتنې ځواب هو دی. د امريکا د ولسمشر جو بایدن ادارې روانه میاشت وويل چې دوی باور لري چې په سلونو امریکايي اتباع لا هم په افغانستان کې پاتې دي. د امريکا خارجه وزارت د هر امريکايي تبعه او هغو افرادو له پاره خپلې هڅې جارې ساتلي دي کوم چې د امريکا دايمې اقامه لري. کله چې امريکايي ځواکونو د تخليې پروګرام پای ته ورساوه، هغه مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير، آنتوني بلینکن وویل چې له شاوخوا ۲۰۰ څخه لږ امریکايان، د هغه په وینالکه سلو ته په نژدې شمير» کې په افغانستان کې لا هم پاتې دي. خو د هغه وخت راهیسې له افغانستانه د را ایستل شویو امریکايي اتباعو شمیر د بلینکن د شمیرو په پرتله څلور چنده ډیر دی.

بلنکين هغه وخت ويلي وو چې وزارت يې د امريکايي اتباعو سره په اړيکه کې دی کوم چې غواړي له افغانستانه ووځي. خو د تاسک فورس ارګو او دې ته ورته نورو شخصي سازمانونو ویلی دي چې دوی په افغانستان کې د لسونو کسانو څخه اوریدلی دي چې د امریکا خارجه وزارت ورسره تر اوسه تماس نه دی نیولی. دا د بې نظمۍ یو ښه دلیل دی. امريکايي اتباعو په افغانستان کې د دې اړتیا نه درلوده چې د امریکا په سفارت کې ځانونه راجستر کړي په دې دليل کیدی شي ځينې کسان چې د امريکا تابعیت او يا د امریکا ګرین کارت لرونکي وي، له طالبانو څخه يې ځانونه پټ کړي وي. خو بلینکن په عين حال کې دا هم وویل چې يو شمیر کسان شته چې نه غواړي ووځي، ځکه هغوی نه غواړي د خپلو کورنيو له غړو څخه جلا شي.

او هغو نورو کسانو سره به څه کیږي چې غواړي له افغانستانه ووځي؟

Deutschland | Demonstration für die Evakuierung von Afghanen

د لا ډيرو افغانانو د راوښکلو له پاره غوښتنې او هڅې - په آلمان کې په همدې موخه خلک راوتلي دي

د بشر حقونو هغه ډلې او سازمانونه چې دا مهال افغانانو سره د مرستې رسولو په چارو کې بوخت دي، وايی چې په افغانستان کې لږ تر لږه په لسونو زره داسې کسان شته چې کیدای شي د غچ اخیستنې له خطر سره مخ وي او غواړي له دغه هیواد څخه ووځي. په دغه ډله کې د پخواني حکومت کارکوونکي يا پوځيان او د قومي اقلیتونو د اړوند افرادو په شمول کسان شامل دي. له دې ډلې ځینې يې په خپل لګښت نورو هیوادونو ته تللي دي چې کیدای شي له هغه ځايه امریکا متحده ایالاتو يا کوم بل ځای ته ځانونه ورسوي.

د افغان تخليې (AfghanEvac) په پروګرام کې د څه باندې سلو سازمانونو د یو اتحاد له خوا مخته وړل کيږي چې د اکثره ډله يې د پوځيانو له خوا پيل شوي دي. د افغان تخليې استازي په وروستیو کې د خپلو هڅو په ادامې د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلينکن سره وکتل تر څو امریکا متحده ایالات دې ته متقاعد کړي چې د تخليې پروګرام چټک کړي.

دغه ډلې همدارنګه د امریکا له کانګرس مرسته غواړي، تر څو د هغو افرادو کټګورۍ پراخې کړي چې کیدای د مهاجرت ځانکړې ويزې ته کوالیفای شي، ښايي په دې کې د هغو نخبه افرادو په ګډون کسان شامل کړل شي چې د افغانستان په پوځ کې ېې خدمت ترسره کړی وي. د افغان تخلیې په پروګرام کې ځينې داخلې ډلې بیا همدارنګه د امریکا حکومت له خوا په دې برخه کې د لا ډير مالي ملاتړ د ترلاسه کولو له پاره هڅه کوي.

د دغو ډلو څخه تاسک فورس پاين اپل، چې هدف يې په افغانستان کې د خلکو تر منځ د اړيکو برقرارول او په پروازونو کې له دغه هیواده د هغوی راوښکل دی. د دغې ډلې موسس، سکات من وايي: «موږ د هغه له پاره چې په واقعیت سره ترسره کوو يې، يو څه مرستې ته اړتيا لري.»

د تخليې په پروګرام کې يوازې امریکا نه بلکې د آلمان، بریتانيا، فرانسې، هالند، ايټاليا په ګډون نورو هیوادونو هم چې په افغانستان کې فعاليت درلود افغانان خپلو هيوادونو ته راوښکل. په دغو افغانانو کې ډیری یې د دغو هیوادونو محلي کارمندان او د هغوی د کورنیو غړي او دغه راز مدني فعالان شامل دي.

دلته پر اړوندې موضوع زموږ له ارشیف څخه یو انځوريز البوم هم کتلی شئ.