د دنیا تقریبأ ۹۰ فیصده زعفران په ایران کي تولیدیږي. د دغه قیمتي بوټي لوړ ارزښت نور هیوادونه هم دې ته تشویق کړي دي چي هغه وکري او په دې ډول سره د زعفرانو د تولید او خرڅلاو بازار ته ورشامل سي. لومړی هسپانیې دې کار ته پښه ورداخله او اوس د جرمني د یوې اقتصادي مجلې انترنیټ پاڼي، په خپل یوه رپوټ کي د زعفرانو د تولید سره د جرمني د تمایل په هکله یو رپوټ خپور کړی دی.
د زعفرانو د یوه کیلو بیه په بین المللي بازارونو کي د ۵۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰ یورو پوري ده. په همدې سبب د هغه ارزښت د سرو زرو سره معادل دی. باید وویل سي چي د کاله ۴۰۰ ټنه زعفران جهاني بازارونو ته عرضه کیږي او له دې لاري یو ملیارډ او ۲۰۰ ملیونه یورو عاید په لاس راځي.
د زعفرانو د کښت له پاره تر ټولو مساعده هوا ایران لري. خو د افغانستان او ځینو نورو هیوادونو هوا هم د هغه له پاره مساعده ده. دا هم په داسي حال کي ده چي د جرمني هوا سړه او د زعفرانو د تولید له پاره مساعده نه ده.
په جرمني کي د زعفرانو د کښت او کروندې پروژه
اوس د جرمني حکومت د زعفرانو د کرلو له پاره یوه پروژه پر لاري اچولې ده او دې ته یې ۳۲۰ زره یورو اختصاص کړي دي. دهغه د کښت او کروندې له پاره اوس د شرقي المان د تورینگن ایالت یو ځای تعین سوی دی.
خو لومړنۍ څیړني د دغي پروژې له کامیابۍ څخه خبري نه کوي او ورڅخه راضي نه دي. د هغه د اقتصادي گټو محاسبه لا تر اوسه پوري نه ده سوې. باید وویل سي چي د زعفرانو کښت یوازي د جرمني په غیر مناسبه آب وهوا باندي نه محدودیږي، بلکي د زعفرانو د کښت اخیستل هم ډیر دروند او سخت کار دی. بزگران باید د هغه ټوله محصول یو یو په لاسونو باندي راټول کړي. د زعفرانو د یوه گرام تولید له پاره د ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پوري د زعفرانو گلونو ته ضرورت دی او د یوه کیلوگرام له پاره تر ۲۰۰۰۰۰ گلونو پوري.
د بلي خوا په جرمني کي تر ایران، هندوستان یا افغانستان د کار قوه په مراتبو ډیره گرانه ده. په دې دلیل په جرمني کي د دغي پروژې پر گټي او مفاد باندي شک موجود دی. خو دغه شکونه جرمني د خپل هغه هوډ او نیت څخه نه راگرځوي، چي غواړي د زعفرانو جهاني بازار ته ورننوځي.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
د افغانستان سره طلا
زعفران ګل چې په منځ کې سور رنګه ډنډر لري، د افغانستان د سرې طلا نوم هم ورته کارول کیږي، چې د کوکنارو مناسب بدیل هم ګڼل کیږي.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
د سړو نقش
د پیازو کښت، د بوټې ساتنه او د زعفرانو بزګري زیاتره نارينه کوي.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
ظریفه کار
خو د زعفرانو د ګل راټولول، پاک کاري او پروسس چې ډیر ظریفه کار ګڼل کیږي ښځې یې کوي.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
حساس بوټی
دغه ګل باید د ورځې په لومړیو ساعتونو کې راټول شي، ځکه چې د زعفران ګل لږ ساعته وروسته بیا راټوليږي او د هوا په ګرمیدو سره مړاوی کیږي.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
د کښت وده
د افغانستان د زعفرانو اتحادیې مشر بشیر احمد رشیدي، وایي چې اوسمهال په درې زره هکتاره ځمکه کي زعفران کرل شوي او دغه دود مخ پر ډیریدو دی.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
ښځینه بزګرانې!
د هغه په خبره اوس ۱۰ زره بزګران د زعفرانو په کښت باندې بوخت دي، چې ۷۰ سلنه یې ښځي دي.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
لوړه بیه
ښاغلي رشیدي پر دې باندې ټینګار وکړ، چې حاضر وخت کې د هرات په بازار کې د لومړۍ درج یو کیلو زعفرانو بیه ۸۰ زره افغانۍ او د دوهمې درجې بیا ۷۵ زره افغانۍ ده.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
د ښځو له پاره کاري فرصت
شهیره رشیدي او زرغونه دوې هغي مېرمني دي چې په هرات ولایت کې د زعفرانو د حاصل د راټولو په برخه کې کار کوي. هغوی وایي چې د کار کولو زمینه ورته برابره شوې او کولای شي په ټولنه کې فعالیت وکړي.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
د زعفران چای
کارګرې میرمنې کولای شي چې د زعفران د ګل د راټولو پر مهال د زعفران یو پیاله چای هم وڅښي. هغوی له نورو ښځو هم غواړي چې له موجودو شرایطو څخه په ګټې اخیستنې سره د زعفران د راټولو اړونده چارو کې ونډه واخلي.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
د پروګرام نشتوالی
د زعفرانو د حاصلاتو د ودې له پاره د هدفمندې پالیسۍ نشتوالی او د دغه با ارزښته گل د تجارتي نښان نه شتون، هغه ستونزي دي چې په هرات ولایت کې د زعفرانو د تولیدونکو له لوري مطرح کیږي.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
بسته بندي
د هرات زعفران پرله پسې درې وارې د بلجیم د مطالعاتو د انستیتوت له لاري د نړۍ د با کیفیته زعفرانو مقام تر لاسه کړ.
-
انځورونه: د افغانستان د زعفرانو د حاصلاتو ډېرښت
بهرنیو هیوادونو ته صادرات
اوسمهال د هرات زعفران پر اروپايي هیوادونو سربیره، هند، چین او متحدو عربي اماراتو ته هم صادریږي. عکاس او لیکوال: شعیب تنها شکران، هرات