الطاف حسین په لندن کې ونیول شو | سيمه | DW | 11.06.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

سيمه

الطاف حسین په لندن کې ونیول شو

د انګلستان د پولیسو یوې ادارې »سکاټ لینډ یارډ« ویلي چې د متحده قومي موومنټ سره تړاو لرونکی یو کس یې په ۲۰۱۶م کال کې د نشر شوې یوه تقریر او تر هغه د مخه د څرګندونو په تړاو د لندن په شمال لویدیځ کې له خپل کور څخه نیولی.

د رپوټونو له مخې الطاف حسین د کرکجنو او زورزیاتي ته د لمسولو ویناوو په تور نیول شوی دی. بریتانوي پولیسو د هغه کور او دفتر په جلا جلا ډول پلټلي دي.

الطاف حسین پنځه کاله تر مخه هم نیول شوی وو. هغه مهال بریتانوي پولیسو د پيسو د سپینولو په تړاو تحقیقات کول. خو بیا وروسته په دغو تحقیقاتو کې د پوره شواهدو د نه شتون له کبله پرمختګ ونه شو. پر الطاف حسین باندې د ډاکټر عمران فاروق د وژلو د قضیې په تړاو هم تورونه لګول کیږي، خو هغه تل په دې هکله د خپل ځان پر وړاندې تورونه رد کړي دي.

الطاف حسین په داسې یوه وخت کې نیول کیږي، چې د ده ګوند متحده قومي موومنټ (MQM) یې له لاسه وتلی دی.

«متحده قومي موومنټ پاکستان« له الطاف حسین سره خپل پریکون اعلان کړی او د ده په مشرۍ متحده قومي موومنټ په څو ډلو ټپلو ویشل شوی دی. په کراچۍ ښار کې اوس له MQM څخه ډار ختم شوی دی. څو کاله پخوا له دې ګوند څخه د دې ښار ټولې برخې اغیزمنې وې.

الطاف حسین له ۱۹۹۱م کال راهیسې په لندن کې اوسیږي. هغه په بریتانیا کې له دې کبله سیاسي پناه اخیستې چې په پاکستان کې یې ژوند په خطر کې دی. بیا وروسته یې د بریتانیا تابعیت هم تر لاسه کړ. بریتانوي چارواکي وایي چې د الطاف حسین پر ضد د تحقیقاتو په برخه کې د پاکستان د حکومت ملاتړ هم لري.

 

اعلان