افغانه بزګره نجلۍ څنګه خبریاله شوه؟ | افغانستان | DW | 24.01.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

افغانه بزګره نجلۍ څنګه خبریاله شوه؟

نژدې ۳،۷ میلونه افغان ماشومان له زدکړو بې برخې پاتي دي چې۶۰ سلنه یې نجونې دي. دا چي د ځلا په نوم افغانې ځنګه خپل ځان له يادي فيصدۍ ايستلی، په دغه راپور کي يې لوستلای شئ:

 نن د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د زدکړو نړیواله ورځ ده. ملګري ملتونه سږ کال دغه ورځ د پوهنې بیا سمبالښت د «هغه نسل لپاره چې کرونا ځپلی» تر نامه لاندې لمانځي.  خو افغانستان کې ډیر نور لاملونه دي چې لا هم ۳،۷ میلونه ماشومان له زدکړو بې برخې پاتي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې نجونې دي چي تر ډیره په لرو پرتې سیمو کې دي.

 د زدکړو نړیوالې ورځې په پلمه مو له داسې یوې نجلۍ سره خبرې کړي چې په لنډ وخت کې یې ځان لوستی کړی او دنده لري. هغې نه یې غوښتل چې هویت یې څرګند کړو. 

۲۰ کلنه ځلا (مستعار نوم) درې کاله کیږي چې د کلي او بزګرۍ ژوند یې د زدکړو په پار پریښی. کلونه کیږي چې  په کلي کې یې طالبانو د نجونو پر مخ  ښونځي تړلي. ځلا وایي : «سېمه کې مو یواځې یوه مدرسه ده هغه هم په اونۍ کې یوه یا دوه ورځې نجونې ورځي. نور د زدکړو په نوم څه نشته چې له کبله يې زه ډیره ځوریدلم.»

Afghanistan ein afghanisches Mädchen Zala

د افغانستان په شمال کي د ځلا کلی

«راډيو د زدکړو په ارزښت پوهه کړم»

د ځلا کورنۍ د  افغانستان په شمال کې په یوه لرې پروت کلي کې چې سلګونه  نورې کورنۍ ژوند کوي اوسیږي. نوموړې وایي کله چې یې په کروندو او کور کې راډیو اوریدله نو د زدکړو په ارزښت ورځ تر بلې پوهیدله: «هڅه مې پیل کړه چې څنګه کولی شم له کلي د زدکړو لپاره کابل ته ولاړه شم. هره شپه به مې پر همدې فکر کاوه. د نړیوالو رسنیو خبریالانې به مې چې ليدلې نو د لیک لوست هیله به مې نوره هم پر زړه غوړیدله.»

ځلا ۱۷ کلنه وه چې د زدکړو لپاره یې پریکړه وکړه. هماغه وخت یې د راډیو له لارې له خپل ځينو کسانو مرسته وغوښته چې  د زدکړو لګښت ورته پیدا کړي. کابل ته په راتلو  یې له نهم ټولګي درس پیل کړ . وه مې پوښتله چې څنګه دې وشو کولی کورنۍ دې راضي کړې؟ 
له یوې ژورې ساه اخیستو وروسته یې وویل: «زموږ دودونه سخت دي. نجونې په ډیرو کورنیو کې ازښت نلري. زما په کورنۍ کې هم څه نا څه دا خبرې وې خو ما د خپلې کورنۍ باور تر لاسه کړ او ورور مې په دې قانع کړ چې یو وخت به یې  له اقتصادي پلوه لاسنیوی کوي. دې قناعت ډیر وخت واخیست خو زه بریالۍ شم.»

ځلا وایي د چم ګاونډ خلک یې لا هم نه پوهیږي چې  زدکړو ته راغلې: «ورنۍ مې ټولو ته وایي چې موږ دیني مدرسه کې یو چې د کلي تر مدرسې ښه ده.»

«غواړم چې نوموتې خبرياله شم»

ځلا چې کابل کې د نجونو په یویې لیليه کې اوسیږي سږ کال له دولسم ټولګي فارغه شوه. هغه وایي په لومړیو کې له ډیرو ستونزو سره مخ وه: «د ښوونځي ټول مضمونونه راته نوي و. خو اوس د نورو تر څنګ ان انګریزي زدکړه راته اسانه ده.»

 دغه پيغله اوس مهال د افغانستان په ملي راډیو ټلویزون کې کار کوي او وايي: «درې کاله  مخکې دا یو خوب و. اوس هم فکر کوم خوب ګورم. لومړی ځل چې مې د مایک تر شا خپرونه وړاندې کړه نو هیڅ مې باور نه کېده.»

ځلا غواړي چې راتلونکې کې نوموتې خبریاله شي او د افغانستان ښځو غږ تر نورو ورسوي. هغه زياتوي چي  زدکړو یې ژوند ډیر بدل کړی: «یو وخت چې به ناروغه وم نو ان په وخت به چا ډاکټر ته نه وړلم. اوس بیخي د ځان د مالکیت احساس کوم. پیسې ګټم، هره ستونزه مې خپله حل کوم او چې کلي ته ځم نو ټولې نجونې مې خبرو ته غوږ ږدي. فکر کوم اوس ژوندۍ انسانه یم. پخوا مې ځان تر هر چا کم ګڼه او ان د خبرو جرات مې نه درلوده.»

«بې برخو ماشومانو کي نجونې اکثريت دي»

  ځلا د ګوتو په شمیر هغو نجونو کې راځي چې له ليري پرتې سیمې د زدکړو لپاره راووځي. خو د افغانستان د پوهنې وزارت د شمیرو پر بنسټ لا هم افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان له زدکړو بې برخې دي چې ۶۰ سلنه یی نجونې دي.

په ټول افغانستان کې له اتو میلیونو ډیر ماشومان ښونځي ته ځي چې څلویښت سلنه یې نجونې جوړوي.

د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین وایي اوس مهال شاوخوا اتلس زره ښوونځي فعالیت کوي. نوموړې زیاتوي د تړلو ښوونځیو شمیره کره نه ده خو په تیرو شلو کلونو  کې زر داسې ښوونځي شته چې د جګړو له امله ځیني وخت پرانیستي وي او ځیني وخت تړلي وي.

اغلې ارین وایي چي د پوهنې وزارت د نجونو د زدکړو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره نوې تګلارې پلې کوي چې له مخې به یې ډیرې کورنۍ وهڅیږي خپلې لوڼې ښونځي ته پریږدي.

د جګړې تر څنګ بیوزلي، کلتوري محدودیتونه او د ښځینه ښوونکو نشتوالی نور هغه لاملونه دي چې نجونې یې له ښوونځیو راګرځولي دي.

زمزمه نيازی / ا.ا.