1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان یو ځل بیا د شمالي کوریا آزموینه وغندله

۱۳۹۶ تیر ۲۲, پنجشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا د بالستیک توغندي ورستۍ آزموینه وغندله او هغه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو او اعلامیو خلاف وبلله. تر دې مخکې هم افغانستان د شمالي کوریا اتومي آزموینې غندلې وې.

https://p.dw.com/p/2gSXo
Nord Korea Kim Jong Un beim Test des Feststoffraketentriebwerks Pukguksong-2
انځور: picture alliance/AP Photo/Korean Central News Agency

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ”هاوسونګ ۱۴" په نوم قاره یی بالستیک توغندي آزموینه چې په وروستیو وختونو کې د شمالي کوریا وکړه، غندي.»

افغان حکومت په ډاګه کړې ده چې دغه آزموینه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو او بیانیو پر خلاف ده. د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، هر هغه پاروونکی اقدام چې سوله او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي، د انساني منل شویو ارزښتونو خلاف بولي.

په بیانیه کې د خبرو اترو له لارې د منازعو پر حل باندې ټینګار شوی دی. شمالي کوریا په وروستیو وختونو کې خپل اتومي او د بالستیک توغندیو آزموینې ډیرې کړي دي.

له دې سره په نړیواله کچه د دغه هیواد په اړه اندیښنې ډیرې شوې. امریکا متحدو ایالاتو د پیانګیانګ پر نزدې متحد چین، باندي غږ کړی دی چې د شمالي کوریا د دغه شان اقداماتو د مخنیوي له پاره اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا د وروستي توغندي تر آزموینې وروسته ویلي ول چې اوس نو دغه هیواد کولای شي چې امریکا په نښه کړي.

زموږ له ارشيف څخه: