افغانستان کې د بیان له آزادۍ څخه د سرغړونو د زیاتیدو په اړه اندیښنه | افغانستان | DW | 03.05.2022

د دویچه ویله نوې پاڼه وګورئ

د dw.com بیټا بڼه تر اوسه پورې بشپړه شوې نه ده. ستاسې نظر د دې پاڼي په لا ښه جوړولو کې مرسته کولی شي.

  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

افغانستان کې د بیان له آزادۍ څخه د سرغړونو د زیاتیدو په اړه اندیښنه

افغانستان کې د بیان د آزادۍ د درجې راټیټیدل لامل شوي چې په دغه هیواد کې د خبریالانو د وضعیت په تړاو هم انديښنې راوپاريږي. ملګرو ملتونو پر طالبانو د خبریالانو د توقیف او نیولو له امله نیوکه کړې ده.

سږکال، ملګرو ملتونو د می دریمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ »د ډیجیټالي محاصرې لاندې ژورنالیزم» شعار سره ولمانځله.

که څه هم سږ کال تر ډیره تمرکز د اوکرایین د جګړې په اړه راپور ورکولو ته شوی، خو د افغانستان وضعیت هم  ورځ په ورځ خرابیږي.

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بیان د آزادۍ د درجه بندۍ په اړه د یوه نوي راپور له مخې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله د بیان د آزادۍ په کچه کې ۳۵ سلنه کموالي راغلی چې له دې سره په دغه شاخص کې افغانستان ۱۵۴م ځای لري.

خو یوه ښځینه خبریاله عاطفه محمدي دا شمیرې ناسمې ګڼي: «زه باور لرم چې په افغانستان کې د بیان د آزادۍ غږ تر ۸۰ سلنه کم شوی دی. هر هغه غږ چې د طالبانو د رژیم پر ضد پورته کیږي، خاموشه کیږي او دا د بیان د آزادۍ له پراخ مفهوم سره په تضاد کې دی.»

په افغانستان کې د بیان آزادي په تېرو دوو لسیزو کې یوه له مهمو لاسته راوړنو څخه ده، چې د طالبانو د بیا واکنیدو راهیسې تر ډېره محدوده شوې ده. ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي او شکنجه شوي دي دغه راز  طالبانو پر یو شمېر رسنیو بریدونه کړي دي.

خبریالان په جلاوطنۍ  کې

ډیرې افغان رسنۍ تړل شوي او خبریالان او کارکونکي یې له هیواده وتلي دي. ښځې په ځانګړې توګه په رسنیو کې د کار کولو حق نه لري.

عاطفه محمدي یو له هغو خبریالانو څخه ده چې پاکستان ته تښتېدلې خو څو میاشتې کیږي بې برخلیکه دي.

 په دې وروستیو کې شاوخوا ۷۰ افغان خبریالانو په اسلام اباد کې مظاهرې وکړې. آغلې محمدي په دې اړه وويل: «په لاریون کې ۲۶ ښځینه او ۳۸ نارینه خبریالانو په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د خطرونو او د مهاجرت په برخه کې د هغوی د وضعیت په اړه خبرې وکړې او ملګرو ملتونو ته مو  یو پریکړه لیک ولیږه.»

په دې وروستیو کې په کابل کې د رسنیو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت مراسم جوړ شوي وو. په دغو مراسمو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال موتا نودسن وویل: »په افغانستان کې پر ازادو رسنیو برید شوی دی. خبري اژانسونه تړل شوي او خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او بهر ته تښتېدلي دي. هغه څوک چې پاتې دي ناڅرګنده راتلونکې لري.»

هغه په ​​افغانستان کې د بیان د آزادۍ د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړه: «له خبریالانو سره د خپل سري نیونې، وحشتناک او غیر انساني چلند ټکان ورکوونکي راپورونه شته. ښځینه خبریالانې هغه څوک دي چې دا وضعیت تر ټولو ډیر زغمي.»

خو په افغانستان کې خبريالان وايي وضعيت تر پخوا ډېر کړکېچن دى. یوه افغان خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي دویچه ویله ته وویل:«طالبان د بیان له آزادۍ سره بنسټیزه ستونزه لري. دوی هیڅکله انتقاد نه مني. دوی معلوماتو ته د لاسرسي اجازه نه ورکوي او په کلکه سره هرڅه سانسور کوي.«  هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: »زه واقعا ستړی شوی یم، هغه څه چې موږ یې اوس کوو ژورنالیزم نه، بلکې د طالبانو د رژیم لپاره تبلیغات دي. ما غوښتل چې له افغانستانه ووځم، خو له بده مرغه هېڅ هېواد ونه منلم.»

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریال  ریچارډ بینټ پر طالبانو غږ وکړ چې د بیان آزادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي حق ته درناوی وکړي. هغه وویل: «موږ پر طالبانو غږ کوو چې آزادې او خپلواکې رسنۍ وپېژني او درناوی یې وکړي. طالبان باید د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې د افغانستان له مکلفیتونو سره سم عمل وکړي او د نارینه وو او ښځو مساوي حقونو ته په درناوي د نظر او بیان آزادي تضمین او ساتنه ترې وکړي.»

که څه هم د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د کوچني اختر په پیغام کې ادعا کړې وه چې طالبانو بشري حقونه او د بیان آزادي تضمین کړې، خو عاطفه محمدي په دې باور ده چې د طالبانو د کړنې محکومول  او پر هغوی بشري حقونو ته درناوي غږ کول، ګټه نه لري.

هغې زیاته کړه: «پر طالبانو باید فشار راوړل شي چې یوه مشارکتي ټولنه، د بشري حقونو مفکورې او د بیان ازادي ومني، بیا موږ کولی شو افغانستان ته د خبریالانو بیرته راستنیدو ته هیله من اوسو.»

نوموړې په ​​دې باور ده چې په افغانستان کې خبریالان د طالبانو لپاره د ناوړه استفادې یوه وسیله ګرځیدلې، او دا چې ډیری یې د خپلې خوښې خلاف او تر سخت سانسور لاندې د ژوند کولو او ډوډۍ پیدا کولو لپاره کار کوي .

د دویچه ویله د بیان د آزادۍ جایزه دوو اوکرایني خبریالانو ته ورکړل شوه

د طالبانو ادارې په دې وروستیو کې پر چاپي، غږیزو او ویډیويي رسنیو سربېره پر انټرنیټ هم بندیزونه لګولي دي.

دې ډلې وویل چې دوی د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته لارښوونه کړې چې  "غیرقانوني" او "ناوړه" سایټونو ته لاسرسی منع کړي.

په ډیجیتالي محاصره کې

په هغو مراسمو کې چې کابل کې د یونیسکو یا د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان استازو هم پکې ګډون کړی وو، د افغانستان لپاره د یونیسکو عمومي مشرې آدرې آزولای وویل: «دیجیتل عصر د رسنیو کارکونکي او د هغوی سرچینې د پخوا په پرتله د حملې او ځورونې د لا ډېر خطر سره مخامخ کړي دي.»

 هغې زیاته کړه: »د بیلګې په توګه، د جاسوسۍ نرمو افزارو خبریالان اغیزمن کړي دي. ښځینه خبریالانې آنلاین ځورول کیږي. سروې ښیي چې له هرو لسو ښځینه خبریالانو څخه اوه یې آنلاین تاوتریخوالی تجربه کړی دی.»

د بیان آزادي  هغه حق چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې درج شوی او په رسمي توګه د ډیرو هیوادونو د قوانینو لخوا  پیژندل شوی دی. خو په عمل کې ځينې هېوادونه يوازې د بيان له آزادۍ څخه ملاتړ کوي، ځينې ورته لومړيتوب ورکوي او ځينې يې لکه د طالبانو په ښکاره توګه تر پښو لاندې کوي.