افغانستان ته يو مليارد ډالره پور وربخښل کيږي | افغانستان | DW | 20.07.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

افغانستان ته يو مليارد ډالره پور وربخښل کيږي

د امريکې متحده ايالتونو، جرمني او روسيې پتېيلې ده، چې افغانستان ته به خپل يو مليارد ډالره پورونه ور وبخښي.

دا لومړی ځل ندی چې افغانستان ته ورکړل سوي پورونه بخښل کيږی

دا لومړی ځل ندی چې افغانستان ته ورکړل سوي پورونه بخښل کيږی

دا له دې هېواد ونو څخه د افغانستان د ټولو پورونو 92% برخه ده.
دا حرکت يوه اونۍ وروسته له هغه کيږي چې د نړيوال بانک او نړيوال وجهي صند وق په يوه راپور کې ويل سوې وه چې افغانستان دد وې د اقتصادي لارښوونو سره سم عمل کړی.
ځکه نو د امريکې متحده ايالتونو ، جرمني او روسيې وپتېيل چې افغانستان ته خپل يو مليارد ډالره پورونه ور وبخښي.
دا لومړی ځل ندی چې افغانستان ته ورکړل سوي پورونه بخښل کيږی بلکي مخکي تردې د پاريس کلوب چې د لوېديځ ستر صنعتي هېوادو نه يي غړيتوب لري افغانستان ته د پورونو د بخښلو پرېکړه کړي چې وروستی ځل يي تير کال و . دا پدې خاطر، چې له يوې خوا افغانستان د ترټولو بې وزلو هېوادو نو په سر کې راځي او له پلوه دا هېواد دد رو لسيزو په جگړو کې ډ يرکړېدلي دی.