1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

افغانستان ته هم د «بیزو تڼاکې» ناروغي رسېدلې؟

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ خرداد ۶, جمعه

په اروپا او شمالي امريکا کې په انسانانو کې د بیزوګانو تڼاکې ناروغۍ څو قضیې ثبت سوي دي. اوس په ننګر هار کې داسي اندېښنې سته چي ګويا هلته هم د دغي شان ناروغۍ پيښه ثبت سوې ده. خو د عامي روغتيا رياست دغه آوازې ردوي.

https://p.dw.com/p/4BxPU
Infektion mit "Monkeypox Virus" Affenpocken - 1971
آرشیف انځورانځور: Gemeinfrei/CDC's Public Health Image Library

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست یو ډاکټر، محمد نعیم دویچه ویله ته وويل چې د کورنۍ د ۶ غړو پر بدن يې تڼاکي راپورته سوي خو فکر نه کوي چي دا دي هغه ناروغي وي چې په يوشمېر نورو هیوادونو کې پر ځينو خلکو راښکاره سوي دي.

هغه وویل: «دغه ناروغي چي اوس يې زما ماشومان نيولي دي، زما د ورو ماشومان يې هم نيولي او زموږ د ګاونډي په ماشومانو کي هم ليدل شوې.»

په ننګرهار کي د دغي ناروغۍ د خبر تر خپريدو وروسته د افغانستان د ځينو نور ولایتونو اوسیدونکو ته هم د دغي ناروغۍ په اړه اندېښنه  پيدا سوې ده.

د کابل اوسیدونکې وحیدالله دویچه ویله ته وویل: «مخکې مو د کرونا ناروغۍ یو لوی پړاو تیر کړ او ډېر خلک يې ووژل اوس که دا ناروغي دلته راپیداسي نو دا به یوه لویه انسانې فاجعه رامنځته کړي.»

خو د ننګرهار عامي روغتيا ریاست هغه آوازې رد کړې چي ګويا د دغه ولايت په يوه ولسوالي کي د بيزوګانو تڼاکي ناروغي ثبت سوې ده.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر امیر محمد افتاب جبارخیل، دویچه ویله ته وویل: »د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه نجلې د زهرا په نوم په يوې جلدي ناروغۍ اخته سوې ده چي دا د بيزو تڼاکي ناروغي نه ده.« هغه زياته کړه چي دغه نجلۍ اوس ښه ده او د دوی تر جدي مراقبت لاندي ده.

په انسانانو کې د بیزوګانو تڼاکو ناروغي تر اوسه د افريقا په ځينو سيمو کې ليدل سوې وه، خو اوس په بريتانيا، اسپانيا، پرتګال، امريکا او کاناډا کې ثبت سوي قضيې او شکمنې پيښې ښايي د لویديځې افريقا بڼه وي چې د مرکزي افريقا د بڼې په پرتله يو څه آسانه تيريږي.

په آلمان کې هم د دې ناروغۍ لومړۍ پېښه په بایرن ایالت کې ثبت سوې وه. اوس په ټوله اروپا کي د دغي ناروغۍ ۱۹۰ پيښي ثبت سوي دي. خو د روغتيا نړيوال سازمان وايي چي د بيزو تڼاکي داسي ناروغي نه ده چي ټول خلک يې په اړه اندېښنه ولري.

زموږ له آرشیف څخه: