اسرائیل له لبنان سره په پوله کې دیوال جوړوي | دويچه ويله پښتو | DW | 01.05.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

اسرائیل له لبنان سره په پوله کې دیوال جوړوي

اسرائیل له لبنان سره په پوله د یوه دیوال په جوړولو لاس پورې کړی دئ. د پوځ یوه ویاند وویل چې د دغه یو کلومیتري دیوال د جوړولو په هلکه د لبنان د پوځ او د جنوبي لبنان د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک سره خبرې شوي دي.

د اسرائیلو د راډیو تلویزیون د شبکې په حواله دغه دیوال به د موتیلا سرحدي سیمه د لبنان له لوري له ډزو څخه وژغوري.

اسرائیل او لبنان چې په رسمي توګه له یو بل سره د جنګ په حالت کې دي د ملګرو ملتونو په منځګریتوب په منظمه توګه د پولې د وضعې په هکله خبرې اترې کوي.

اړوند مطالب