د dw.com بیټا بڼه تر اوسه پورې بشپړه شوې نه ده. ستاسې نظر د دې پاڼي په لا ښه جوړولو کې مرسته کولی شي.
په اروپا کې د افغانانو له خوا د پناه تقاضا خورا ډېره لوړه شوې ده. دغه خبره د اروپا د پناه د ملاتړ دفتر (EASO) کړې ده.
د سږ کال په سپتمبر کې پناه غوښتونکو افغانانو تقريبا ۱۷۳۰۰ عريضې په اروپايي ټولنه، ناروې او سويس کې وړاندې کړې دي. دغه خبره په مالتا کې مېشت د اروپا د پناه د ملاتړ دفتر د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د دسمبر ۳نېټه) وکړه. په وينا يې په اګست کې چې کله تندلارو اسلامپالو طالبانو په افغانستان کې قدرت بيا وګاټه او ډېر خلک وتښتېدل يا اخراج شول، تقريبا ۱۰ زره د پناه غوښتنې هم ورکړل شوې. د پناه د دغه دفتر د ارقامو له مخې د سوريې سره په مقايسه چې ټول ټال ۹۱۰۰ د پناه غوښتنې شوې دي، په سپتمبر کې تقريبا دوه برابره زياتو افغانانو په اروپايي ټولنه کې پناه غوښتنې ده. ټول ټال ۷۱۲۰۰ د پناه غوښتنې له بېلابېلو هېوادونو څخه شوې دي چې د ۲۰۲۰ کال د پيل راهيسې يعنې د کرونا ويروس د خپرېدو راهيسې تر ټولو زياتې تقاضاوې دي. دغه دفتر موندلي دي چې د ترکيې، عراق، بنګله دېش او پاکستان په څېر هېوادونو څخه عريضې هم په ډېرېدو دي.
په اړونده هېوادونو کې د پناه ورکولو د ادارو له خوا د لومړۍ درجې پرېکړې هم د تېرو مياشتو په پرتله ۴۰ زره ۵۰۰ ته لوړې شوې دي. خو د اروپا د پناه د ملاتړ دفتر په دې هم ټينګار وکړ چې د قضيو زياتېدل هغه موده هم اوږده کړې ده چې د عريضې او پرېکړې تر منځ تېريږي.
آ./ن.ص./ا.ا.