1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناغوښتونکو له پاره د همجنسبازې ارزونه د منلو وړ نه ده

۱۳۹۶ بهمن ۵, پنجشنبه

اروپايي محکمې پریکړه وکړه چې د جنسي تمایلاتو په اړه آزموینه دې د پناه پر غوښتنلیک د پریکړې اساس و نه ګرځول شي. پریکړه په نایجیریا د یوه نایجریایي د پناه غوښتنې په اړه د پریکړې په تړاو شوې.

https://p.dw.com/p/2rVhe
EZB EU-Gericht entscheidet über Staatsanleihenkäufe
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler/T. Frey

په لوکزامبورګ کې د اروپایې محکمې (EuGH) د پریکړې پر بنسټ دا «د یوه مهاجر په شخصي ژوند کې نامناسبه مداخله ده». زیاته شوې ده چې دا د یوه کس په ډیرې شخصي بخش د ژوند کې مداخله ده.

د داسې معایناتو نتیجه هم تر اوسه پورې دومره ډیره دقیقه نه وه چې له مخې یې سړی وکولی شي، د یوه پناه غوښتونکي په حریم کې مداخله پرې توجیه کړای شي.

پوښتنه د هغه یوه نایجیریایې پناغوښتونکې د دوسیې پر سر را پورته شوه چې په هنګري هیواد کې یې پناهندګي ورکړې وه. هغه د خپل پناهندګۍ په غوښتنلیک کې د خپل مهاجرت دليل دا وړاندې کړی وو چې ویره لري د همجسبازۍ د تمائلاتو له کبله به په خپل هیواد کې تر تعقیب لاندې ونیول شي.

د هنګري هیواد د پناهندګۍ اداره دې نتیجې ته ورسیده چې د دغه نایجیریایې پناغوښتونکي ادعا د باور وړ ده او شک ورباندې نه شي کیدلی. خو دا چې یو روانپيژندونکي د هغه همجسبازي تائیده نه کړه، نو له همدې امله چارواکو د هغه د پناهندګۍ غوښتنه رد کړه.

د هنګري چارواکو د دغه نایجیریایې پناغوښتونکي دعوی اروپایې محکمې ته وړاندې کړه. دوی له اروپایې محکمې څخه وپوښتل چې د یوه مهاجر د همجنسبازۍ د ادعا ارزونې په برخه کې د یوه متخصص نظر تر کومې اندازې د باور وړ دی.

د لوګزامبورګ قاضیانو ویلي دي چې د کارپوهانو نظر په بشپړ ډول د اعتبار وړ دی چې په واقعیت کې یو پناغوښتونکی تر کومې اندازې حفاظت ته ضرورت لري. خو د متخصص له خوا د ارزونې میتود باید د اروپایې اتحادیې د بشري حقونو له منشور سره په همغږې کې وي. په ځانګړي توګه کله چې انساني کرامت ته د درناوي او شخصي او کورني ژوند ته د احترام حق مطرح کیږي.

اروپایې محکمې په خپله پریکړه کې ویلي دي چې د همجنسبازۍ په اړه د روانپيژندونکي له خوا آرزونه د مهاجر د ژوند ډیرې خصوصي برخې را برسیره کوي، نو له همدې امله د خپل اصلي هدف او د اروپایې اتحادیې د بشري حقونو له منشور سره په تناقض کې دی.

زیاته شوی ده چې که دا کار د پناغوښتونکې په موافقې هم ترسره شي د توجیه وړ نه ده، ځکه دا کار د پام وړ فشار لاندې ترسره کیږي.

د دې په دوام اروپایې محکمې پریکړه کړې ده چې په هر صورت د پناهندګۍ د غوښتنلیک په اړه تصمصم باید د داسې یوې بررسۍ په اساس صورت ونه نیسي. د یوه مهاجر د غوښتنلیک په اړه ښه پریکړه باید د نوموړي شخص په هکله اطلاعات د هغې د اعتبار او باور پر اساس وارزول شي.