آیا د نواز شریف سیاسي سفر پای ته ورسید؟ | آلمان او نړۍ | DW | 13.04.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آیا د نواز شریف سیاسي سفر پای ته ورسید؟

د پاکستان سترې محکمې د دغه هیواد پر پخواني صدراعظم باندې د عمر تر پایه په سیاست کې پر ګډون بندیز ولګاوه. تیرکال د سترې محکمې د یوې پریکړې له مخې نواز شریف د اختلاس په یوه قضیه کې گرم او نه وړ بلل سوی وو.

د جمعې ورځې د محکمې پریکړه له دې کبله ډیره مهمه ده چې په پاکستان کې څو میاشتې وروسته پارلماني انتخابات کیږي او د نواز شریف ګوند «پاکستان مسلم لیګ نون» د دغه هیواد یو ستر سیاسي قوت انګیرل کیږي. د محکمې د پریکړې له مخې نواز شریف ټول عمر په سیاست کې برخه نه شي اخیستلای.

دغه پریکړه د سترې محکمې د قاضیانو پنځه کسیز پلاوي کړي ده. د یادولو وړ ده چې ۶۸ کلن پخوانی صدراعظم نواز شریف درې وارې د دغه هیواد د صدراعظمۍ څوکۍ ته رسیدلی دی. خو د تیر کال د سترې محکمې پریکړې نه یوازې نواز شریف د صدراعظمې له څوکۍ لیرې کړ، بلکې د پارلمان غړیتوب یې هم ځني اخيستی.

د محکمې تر دغي پریکړې وروسته په لاهور کې له نوموړې ټاکنیزې حوزې څخه د ضمني انتخاباتو په ترڅ کې د نواز شریف میرمن دغه پارلماني څوکۍ وګټله.

تر هغې وروسته محکمې په یوه جلا پریکړه کې نواز شریف د سیاسي ګوند له مشرتوب څخه هم محرومه کړ.

اعلان