موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
د ځينو په اند مچې يا سره ښکلول د انسانانو خاصه ده. خو د ژويو په نړۍ کې هم ځينې اعمال مچې اخيستلو يا ښکلولو ته ډېر ورته برېښي. ځينې بېلګې يې په دغه ګالري کې ليدلی شئ.
ډېری پيشو ته ورته ژوي يوازې درومي، نه په ډلو کې. خو زمريان او ځينې پړانګان استثنا ده. کله چې دوی سره مخامخ شي، نو يو بل بويوي، او يو د بل مخونه څټي. دغسې يو حالت په دې عکس کې ليدل کيږي.
دغه دوه فيلان يو بل ته خپله مينه نه ښکاره کوي، بلکې اصلاً يو بل ټېل وهي او د اوبو پر سر سره جنګيږي. دوی په سويلي افريقا کې غواړي خپله د اوبو تنده خړوبه کړي.
داسې برېښي چې دغه مارموت يا خاڼي ته ورته ژوي يو بل ښکلوي. خو داسې نه ده، بلکې دا يوازې د دوستۍ د ښکاره کولو يوه لاره ده. کله چې مارموتان سره وويني، نو خپل سر او پوزه سره مږي چې له دې طريقه يو بل سره روغبړ کوي.
دغه ګورامي ډوله کبان يو بل ته شونډې ورکوي چې د مينې د اظهار يوه لاره برېښي. خو په اصل کې يو د بل سره جنګ کوي. دغه کبان سره له دې هم د چين په څېر په ځينو نورو هېوادونو کې هم د مينې سمبول بلل کيږي.
سمه ده چې دلته هم د ښکولولو څرګ نه شته. دغه سويان يو بل بويوي. سويان يا يوازې ګرځي يا په جوړو کې، خو په لويو ډلو کې ځان راحت نه احساسوي. د سويانو سرعت په ساعت کې ۵۶ کيلومترو ته رسيږي.
د حيواناتو له خوا د سرونو د يو ځای کولو اصلي موخه دا ده چې يو بل بوی کړي او سره وپېژني. د اوبو دغه خړ سپيان هم په دې کار باندې لګيا دي.
داسې ايسي چې دغه نهنګان سره خوله لګوي د دې پر ځای چې مچې واخلي. نهنګان په خپل اصلي محيط کې يو پر بل حمله نه کوي. خو داسې هم شوي چې په لومه کې کښېوتي نهنګانو يو پر بل باندې خوله لګولې او ځانونه يې ژوبل کړي دي.
مرغان په آسانۍ يو له بل څخه مچې نه شي اخيستلی. د مچو پر ځای هغوی خپلې مښوکې سره نښلوي او مږي يې. دغه خوی د مښوکې او خولې د لارې يو بل ته د خوراک ورکولو څخه سرچينه اخلي.
داسې ښکاري چې دغه طوطيان يو بل ته د مينې اظهار کوي. شايد په رښتيا همداسې وي. طوطيان د ژوند د ملګرو په انتخاب کې ډېر سخت ګيره دي. خو کله چې سره جوړه شي، نو د ژوند تر پايه پورې سره يو ځای پاتې کيږي.
وسله والو په شيعه اقليت پورې په مربوطو هزاره کان کيندونکو باندې ډزې کړې دي چې ۱۱ تنه يې ورڅخه وژلي دي. يوه پاکستاني چارواکي ويلي چې دغه کسان تر مخه په هدفمن ډول تښتول شوي ول.