آلمان ۵۶۰۰ افغانانو ته ويزې ورکړي دي | افغانستان | DW | 29.12.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

آلمان ۵۶۰۰ افغانانو ته ويزې ورکړي دي

د آلمان د باندنيو چارو وزارت نمايندگيو د اگست مياشتي له نيمايي راهيسي ۵۶۰۰ افغانانو ته ويزې ورکړي دي.

Pakistan Deutsche Botschaft in Islamabad

په اسلام آباد کي د آلمان سفارت

له هغه راهيسي چي د روان کال د اگست مياشتي په نيمايي کي وسله والو طالبانو کابل نيولی، د آلمان خارجه نمايندگيو تر ۵۶۰۰ زياتو افغانانو ته ويزې ورکړي دي.

د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخي دغه ويزې په افغانستان کي د آلماني پوځ او نورو ادارو ځايي همکارانو، د هغوی د کورنۍ غړو او و محافظت ته اړمنو نورو کسانو ته ورکړل سوي دي.

د »فونکه« په نوم رسنيزي ډلې د آلمان د باندنيو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی دی چي يوازي د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي د آلمان سفارت تر اوسه د ويزې ۳۷۰۰ درخواستونو ته مثبت جواب ورکړی دی.

زياته سوې ده چي د آلمان باندنيو نمايندگيو په اسلام آباد او نوي ډلي کي ۱۱۰۰ داسي ويزې جاري کړي دي چي په آلمان کي د اوسېدونکو افغانانو سره د هغوی د کورنۍ د يوځای کېدو په مقصد غوښتل سوي وې.

له افغانستان څخه د آلمان او نورو باندينو عکسرو د وتلو پر وخت په زرونو ځايي همکاران او د هغوی کورنۍ په افغانستان کي پاته سول. د آلمان حکومت هڅه کوي چي د آلماني ادارو ځايي همکاران له افغانستان څخه آلمان ته راولي، ولي چي ورڅخه د طالبانو د غچ اخيستنې اندېښنه لري.

آ./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(15.02.2017):