آلمان: په سمندر کې د مړو د اِیرې لاهو کولو دود زيات شوی | د الما ني ژ بی زده کړه | DW | 11.03.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د الما ني ژ بی زده کړه

آلمان: په سمندر کې د مړو د اِیرې لاهو کولو دود زيات شوی

د داسې آلمانانو شمیر مخ پر ډیریدو دی چې هیله لري تر مړيني وروسته یې جسد ؤ سوځول شي او بیا د سمندر په اوبو کې لاهو شي. خو د دغې لړۍ د محبوبیت زیاتیدو دلیل څه دی؟

په آلمان کې د مړو ښځولو د شرکتونو مرکزي اتحادیې یا سازمان «دی.بي.بي» د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې تیر کال نږدې د ۲۰ زرو مړو ایره شمالي او بالتیک سمندر ته غورځول شوی. د یاد سازمان یا تصدۍ په حواله د دې لړۍ د پراخیدو یو دليل هم په آلمان کې د خلکو د نقل و حرکت ډیریدل دي.

د «دی.بي.بي» د مرکزي اتحادیې مرستیال ګابرئیلي وولګاست، په حواله په سمندر کې د انساني جسد د پاتې شونو د غورځول کیدو په اړه د ارقامو د راټولو هڅه کیږي. خو د هغه په وینا یوه خبره څرګنده ده چې دغه لړۍ په ډیرې چټکې سره مخ پر پراخیدو ده.

ولګاست، وایې چې له ۲ څخه تر ۱۸ سلنه آلمانان دا هیله لري چې د ښخیدو پر ځای دې د هغو جسد ؤ سوزول شي او پاتې شونې(ایره) یې په سمندر کې واچول شي.

د آلماني رسنیو په حواله په دې برخه کې جغرافیوي موقعیت هم مهم رول لري، په هغو کسانو کې چې له سمندر څخه لیرې اوسیږي دا خواهش کم لیدل کیږي.

ولګاست، وایې چې د تدفين له دودیزو طریقو سره واټن مخ پر ډیریدو دی: «د خلکو له پاره د قبرونو د کرایې ورکول او د هغې حفاظت او سنګارول ستونزمن تمامیږي».

له همدې امله په آلمان کې د ګمنامه تدفين لړۍ هم مخ پر پراخیدو ده. د تدفين یا ښخولو په دودیزو طریقو ډیر لګښت رازي په داسې حال کې چې متبادلې طریقې یې بیا په کمه بیه تمامیږي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: 

 

DW.COM