آلمان په دوه گوني تابعيت باندې بنديز ولگاوه | آلمان او نړۍ | DW | 12.01.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان په دوه گوني تابعيت باندې بنديز ولگاوه

د آلمان سترې محکمې په کارلسروهه کې د دوو هېوادونو پر تابعيت باندې د بنديز لگولو تائيد کړی دی. قاضيانو د سه شنبې په ورځ دا خبره ومنله چې آلماني تابعيت دې له يو بهرني وگړي څخه بېرته واخېستل شي که دی د قانون له يوې تشې څخه استفاده وکړي او خپل پخوانی تابعيت بېرته لاسته وروړي.

د آلمان ستره محکمه په کارلسروهه کې

د آلمان ستره محکمه په کارلسروهه کې

دغه پرېکړه ډېرو ترکانو پورې صدق کوي چې له 1998 م کال څخه وروسته يې د آلمان تابعيت لاس ته راوړی و. په يو مشخص کيس کې په فرانکفورت کې مېشت يوه ترکي آلماني پاسپورت تر لاسه کړی و او ترکي تابعيت يې په دې توگه بايللی و. بيا يې د ترکي تابعيت د بيا تر لاسه کولو په موخه عريضه ورکړه او ترکي تابعيت يې هم بېرته تر لاسه کړ. نوموړي سړي په دې توگه د قانون له يوې خاليگاه څخه گټه پورته کړه. د قانون د بدلېدو په پايله کې اوس يو آلمانی په هر صورت خپل تابعيت د لاسه ورکوي کله چې دی د يو بل هېواد د تابعيت د تر لاسه کولو په موخه عريضه ورکړي.
نوموړي ترکي په دې توگه خپل آلماني تابعيت د لاسه ورکړ.

اړوند مطالب