1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کوچنيو وسلو جوازونه دوه برابره ډیر شوي

۱۳۹۷ آذر ۱۶, جمعه

له امنیت څخه د خلکو خراب تصور یو له هغو لاملونو دی چې لا ډیر آلمانیان د کوچنيو وسلو جوازونه اخلي. دا په داسې حال کې ده چې ځيني کسان وایي ډیر جوازونه کیدای شي د تاوتریخوالي پیښې هم ډیرې کړي.

https://p.dw.com/p/39dvV
Kleiner Waffenschein
انځور: picture-alliance/dpa/O. Killig

په آلمان کې د ابتدایي وسلو جوازونه نزدې ۶۰۰ زرو ته رسیدلي دي. د «آلمان د ریدکسونز نیتورک» له خوا د خپرو شویو شمیر له مخې دا د ۲۰۱۴م کال په پرتله ۱۳۰ سلنه ډيرښت ښيي. په دې کال کې په آلمان کې ۲۶۱۳۳۲ د ولسو جوازونه ورکړل شوي ول.

آلمانیان کولی شي په دې جواز ګازي تپانچې، فشنګي تپانچې او نوري داسې وسلې چې هدف یې د انسان وژنه نه وي. د وسلو د جواز په اخیستو کې د ډیروالی یو لامل دا دی چې اوس د خلکو تر منځ د ناامني احساس تر پخوا ډیر شوی دی. دغه احساس بیا ډیر له ۲۰۱۵م کال راهیسې په اروپا کې د ترسره شویو بریدونو له کبله پیدا شوی.

خو ځيني نور بیا اندیښنه لري چې په آلمان کې د وسلو ډیریدل ښايي امریکا متحده ایالاتو ته ورته وضعیت رامنځ ته کړي چې له کبله یې له وسلو سره د تړلو تاوتریخوال پیښې ډیري شي.

د آلمان د پولیسو د اتحادې مرستیال مشر یورګ رادیک، په امریکا متحدو ایالاتو کې په وسلو پورې تړلو تاوتریخوالي ته په اشاره، وویل: «موږ باید احتیاط وکړو چې د امریکا متحده ایالاتو شرایط آلمان ته را نه وړو.»

هغه زیاته کړه: «دا خطر شته چې وسلې به په سمه توګه و نه کارول شي او د وسلو خاوندان به پخپله ځان په خطر کې واچوي.»

په تیره لسیزه کې د وسلو له کبله رامنځ ته شوي تاوتریخوالي په پایله کې د وژنو د پیښو شمیر کم شوی دی. په ۲۰۱۴م کال کې په دغه ډول پیښو کې ۸۲۰ کسان وژل شوي دي. په همدې کال کې دغه شان تاوتریخوالي ۳۳۳۳۶ تنه وژلي دي.

په کورنیو چارو کې د زرغون ګوند ویاندې ایریني میهالیچ، په دې اړه وویل: «لا ډیري شخصې ولسې ډیر امنیت نه رامنځ ته کوي.»

هغې زیاته کړه: «برخلاف، دغه وسلې د دې توان لري چې شخړې تاوتریخوالي ته واړوي.»

لیویس سیندرز/ م.ج