آلمان: د يوه افغان له خوا د کليسا د ويجاړو شویو توکو له مرمت څخه د مسلمانانو د ليګ حمايت | آلمان او نړۍ | DW | 26.11.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

آلمان: د يوه افغان له خوا د کليسا د ويجاړو شویو توکو له مرمت څخه د مسلمانانو د ليګ حمايت

د آلمان د مسلمانانو ليګ د تورينګن ایالت د فراونبيرګ کليسا د تخريب شويو توکو د ترميم د لګښت په ادا کولو کې ونډه اخلي. يوه افغان د اکتوبر میاشتې په پای کې ظاهراً د مذهبي دلايلو پر اساس په دغه کليسا کې توکي تخريب کړي ول.

د آلمان په ايرفورت ښار کې د پروتسانت کليسا له خوا د پنجشنبې په ورځ ويل شوي چې د آلمان د مسلمانانو ليګ د ۵۰۰ يورو په ورکړې سره د عيسی عليه السلام د تخريب شوې مجسمې په جوړولو کې ونډه اخیستې ده.

د آلمان د مسلمانانو د ليګ مشر بلال المجديدي، په دې اړه وويل: «زه پوهيږم دا مبلغ ډېر لږ او يوازې سمبوليکه بڼه لري خو موخه یې دا ده چې د کليسا ټولنه دا فکر ونه کړي چې مسلمانان د دې ناوړه اقدام پلويان دي او هغه ښه بولي.»

هغه زياته کړه چې دا پېسې هغه او د دې ټولنو د مشرتابه غړيو د بسپنې په توګه ورکړي دي. المجددي وویل چې د کليسا توکو ته زيان رسول غير اخلاقي عمل وو او د اسلام له تعليماتو سره سمون نه لري.

د پروتستانت کليسا يوه لوړ پوړي چارواکي اندرياس شوارڅه د مسلمانانو دا ګام «د (دينونو ترمنځ) د تماس د پله جوړولو يو آګاهانه سمبول او د ديالوګ د نه قطع کولو تقاضا» بللی دی.

يوه په خټه افغان ۲۵ کلن مسلمان په اکتوبر میاشت کې د کليسا فرنيچر او نور وسايل دباندې اچولي ول او د دې کليسا صليب، محراب او نور توکي کې ویجاړ کړي ول. د کليسا ټولنې په دې منځ کې د دې توکو د تخريب له کبله حقوقي دعوا کړې ده او په عين حال کې د پخلاينې او مصالحې پلوي کوي.

ب. ص/ ن. ص (epd)