آلمان خپل عسکر د ترور په ضد د عملياتو څخه نه وباسی | آلمان او نړۍ | DW | 18.02.2008
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلمان خپل عسکر د ترور په ضد د عملياتو څخه نه وباسی

د آلمان حکومت د يوه اخبار دا خبره، چې گواکی، آلمان به په افغانستان کې خپل عسکر د ترور په ضد د عملياتو Operation Enduring Freedom, OEF په چوکات کې له افغانستان څخه وباسی، رد کړل.

د آلمان خاص عسکر KSK

د آلمان خاص عسکر KSK

موږ په دې فکر کښې نه يو چې په ايساف او او ای اف کې اساسي بدلونونه راولوو. دغه خبره په برلين کې د آلمان د حکومت يو وياند وکړه او په دی اساس يي د «شپيگل» خبره رده کړله.

آلمان د ترور په ضد عملياتو Operation Enduring Freedom, OEF په چوکات، تر سلو خاصو عسکرو KSK پورې د افغانستان په جنوب او شرق کې په جگړو کښې هم گډون کولی شی.