آلمانۍ وزيره: په آلمان کې د ښځو او نجونو ختنه کول ډير شوې | آلمان او نړۍ | DW | 26.06.2020
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

آلمانۍ وزيره: په آلمان کې د ښځو او نجونو ختنه کول ډير شوې

د آلمان د کور يا فامیلی چارو وزيرې ويلي دي چې په دغه هيواد کې شاوخوا ۶۸ زره ښځې او نجونې د تناسلي آلې د ختنه کولو له بابته رنځ وړي. دغه ارقام د درې کاله مخکې هغو په پرتله، ۴۴ سلنه لوړ دی.

د آلمان د فاميلي چارو وزيره فرانسيسکا ګيفای (انځور)

د آلمان د فاميلي چارو وزيره فرانسيسکا ګيفای (انځور)

د آلمان د فاميلي چارو وزيرې فرانسيسکا ګيفای، د معلوماتو له مخې په آلمان کې د ښځو د تناسلي آلې د ختنه یا ناقص کولو پيښې، د تيرو کلونو په پرتله په ښکاره ډول ډيرې شوي دي.

ميرمن ګيفای چې د آلمان د سوسيال دموکراټ له ګوند څخه ده، د پنجشنبې په ورځ (د جون ۲۵مه) يې ويلي وو چې په احتمالي توګه ۶۸ زره ښځې او نجونۍ له دغه عمل څخه چې د بشري حقونو خلاف يو عمل دی، رنځ وړي.

د آلمان د فاميلي چارو وزارت په دې برخه کې چې کوم ارقام درې کاله مخکې په فبرورۍ میاشت کې خپاره کړي وو، د هغو په پرتله په اوسنيو ارقامو کې ۴۴ سلنه ډيروالی راغلی دی.

له دغه عمل څخه اغيزمنې شوې اکثره ښځې او نجونې د اريتريا، سوماليا، اندونیزيا، مصر او نايجريا هيوادونو څخه دي. ميرمن ګيفای د ارقامو د لوړيدو دليل، له دغو هيوادونو څخه د مهاجرتونو ډيريدل بولي.

دغه ارقام همدا رنګه د هغو ماشومانو په ډله کې چې لا قانوني عمر (۱۸) ته نه دي رسيدلي، هم د انديښنې وړ او لوړ دی. په آلمان کې تر ۱۴ زره او ۸۸۰ تنو پورې نجونې او هلکان د تناسلي دستګاو د ختنه کولو خطر ګواښي.

ګيفای په عين حال کې ويلي دي چې د دغه ډول ارقامو راټولول اسانه کار نه دی. هغې زياته کړې چې د رسمي ثبت شوو او مشکوکو جرمونو په منځ کې تفاوت شتون لري.

زياته شوې چې په دې برخه کې تحقيقات، د آلمان د فاميلي چارو د وزارت په سپارښتنه د اروپايي انستيتوت له خوا ترسره شوي دي. دغه تحقيقات د يو ډول روشونو په مرسته چې د جنسيتي مساوات له پاره وړاندې کيږي، ترسره شوي دي.

ميرمن ګيفاي ويلي دي: «د تناسلي غړو ناقص کول د بشري حقونو يو جدي نقض او د تيږې زمانې يو عمل دی، کوم چې ښځې او نجونې په دې کار سره خپل د روغتيايي او جنسي خپلواکۍ حقونه نقضوي.»

د هغې په خبره موخه دا ده چې دغه ښځې او نجونې له دغه کار څخه وژغورل شي او د همکارۍ وړانديز ورته وشي. ميرمن ګيفای ويلي دي چې قابلې کولی شي تر يوه حده پورې له زيانمن شوو افرادو څخه ملاتړ وکړي.

د آلمان د فاميلي چارو وزيرې همدا ډول د «ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي» ګرځنده تيلفون خدماتو ته هم اشاره وکړه، چې شپه او ورځ په ټول آلمان کې په څو ژبو د لاسرسي وړ دي.

دويچه ويله ف/ م.ک.ص/ا.خ.ح