1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلماني ټولنپوه له معتاده مهاجرو سره د ښه چلند غوښتنه کړې

۱۳۹۶ مهر ۱۶, یکشنبه

د ټولنپوه رفایل ګاسمن، په خبره هغه مهاجر چې پر نشه یې توکو روږدي دي د ځانګړو روزل شویو مسئولینو له خوا رسیدګۍ ته اړتیا لري. د ګاسمن په خبره ډیر شمیر هغه هیوادونه چې مهاجر ترې راځي اعتیاد ناورغي نه بولي.

https://p.dw.com/p/2lSwv
Crystal Meth Droge Symbolbild
انځور: Imago/Blickwinkel

آلمااني ټولنپوه رفايل ګاسمن، د اوونۍ په پای کې د کې ان اې، خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې ډير شمیر مهاجر په آلمان کې له اعتیاد څخه د رامنځ ته شوو ناروغیو د درملنې یا د رسیدګۍ له میتود سره آشنایې نه لري.

ګاسمن په آلمان کې د «اعتیاد ستونزی ته د رسیدګۍ د اصلي مرکز» چې ۷۰ کاله مخکې جوړ شوی دی عمومي مشر دی. نوموړي په دې برخه کې د الکهولو بیلګه وړاندې کوي چې په افغانستان کې له هغو کسانو سره له ډیر سخت چلند څخه کار اخیستل کیږي چې شراب یا الکهول څښي، په داسې حال کې چې د نشه یې توکو په برخه کې بیا داسې نه ده.

ګاسمن وايي چې دا ښايي د جرايمو په تعقيب او له الکهولو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې په برخه کې ستونزې له ځانه سره ولري. د هغه په خبره «د کډوالو په ډېرو هېوادونو کې روږديتوب ته د ناروغۍ په سترګه نه کتل کيږي.»

د دغه آلماني ټولنپيژندونکي په خبره په آلمان کې دې ډول نظر بدلون موندلی: «روږدي کسان اوس هم په ورځنیو ټولنیزو فعالیتونو کې له ګډون کولو څخه محروم دي، په ځانګړي توګه کله چې دوی په غیر قانوني نشه یې توکو روږدي وي».

خو هغه زیاتوي چې په مجموع کې په تیرو پنځو لسیزو کې د یوې ناروغۍ په توګه د اعتیاد په پيژندنې کې زیاتوالی راغلی دی.

زموږ له آرشیف څخه: په طبیعت کې موجود خطرناک نشه یي مواد (17.062017):