آلماني ليکوالانو د سعودي بلاگر راييف بدوي د آزادولو غوښتنه کړې | آلمان او نړۍ | DW | 15.09.2020

د دویچه ویله نوې پاڼه وګورئ

د dw.com بیټا بڼه تر اوسه پورې بشپړه شوې نه ده. ستاسې نظر د دې پاڼي په لا ښه جوړولو کې مرسته کولی شي.

  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

آلماني ليکوالانو د سعودي بلاگر راييف بدوي د آزادولو غوښتنه کړې

د سعودي عربستان د بندي بلاګر، راییف بدوي ميرمن له آلماني ليکوالانو څخه د هغه ابتکار له امله مننه وکړه چې د دغه بندي بلاگ چلوونکي د خلاصون په خاطر یې کړی دی. لیکوالانو د جرمني رييس جمهور او خارجه وزير ته ليک استولی وو.

د سعودي د بندي بلاګر، راییف بدوي ميرمن، انصاف حیدر د یکشنبه په ماښام د دغو لیکوالانو څخه په خپل تویتر کي مننه وکړه. د آلماني لیکوالانو دغه خط، کوم چي د جرمني جمهورییس فرانک والټر شټاین مایر او خارجه وزیر، هایکو ماس ته لیکل سوی دی، د نورو تر څنګ د ادبیاتو په برخه کي د نوبل جایزې ګټونکي، هېرتا مویلر، دوګان اخانلي او باربرا هونیشمن امضأ کړی دی.

په خط کي راغلي، چي د بدوي« صحي حالت ډیر خراب او د تشویش وړ دی.» د لیک امضآ کونکو د نوموړو «سیاستمدارنو څخه غوښتي دي، چي د بدوي د ازادیدو غم وخوري،« تر څو زموږ د هممسلکه ژوند وژغورل سي.» انصاف حیدر بیا ویلي چي اوس ددې وخت رارسیدلی دی، چي د هغې میړه ازاد او په کاناډا کي د خپل فامیل سره یوځای سي. دا هلته د خپلو درو کوچنیانو سره اوسیږي.

Ensaf Haidar, Frau des Bloggers Raif Badawi

انصاف حيدر د خپل خاوند راييف بدوي د آزادولو له پاره هلې ځلې کوي

 ۳۶ کلن د بشر د حقوقو مدافع، راییف بدوي په ۲۰۱۲ م کال کي «اسلام ته د توهین »په تور په لس کاله بند، ۱۰۰۰ دُرې او ډیرو پیسو په جریمې سره محکوم سوی وو.

بدوي ته ترهغه راوروسته ډیري جایزې ورکول سوې، د نورو تر څنګ د اروپا د پارلمان د نظر د آزادۍ له پاره د سخاروف جایزه.

انصاف حیدر د خپل میړه تر بندي کیدو وروسته په تکرار سره د هغه د خراب صحي حالت څخه رپوټ ورکړی دی.

زموږ له آرشيف څخه: