آلماني عسکر به يو کال نور هم په افغانستان کې عمليات کوي | آلمان او نړۍ | DW | 16.11.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

آلماني عسکر به يو کال نور هم په افغانستان کې عمليات کوي

د آلمان پارلمان د دوامداري آزادۍ Operation Enduring Freedom په چوکات کې د آلماني عسکرو د گډون موده د دوولسو مياشتو لپاره تمديد کړه. او دوی د امريکايي عسکرو تر مشرئ لاندی په نظامي عملياتو کې برخه اخيستی شی.

default

په پارلمان کې د مسيحي او سوسيال دموکرات گوندونو زياتره برخه مثبته رايه ورکړه خو د چپ او شنو گوندونو ټولو وکيلانو منفی رايه ورکړی ده.

د شنو یو مشر تريتين وويل:
په افغانستان کې دغه نظامي عمليات د نړيوالو حقوقو پر بنسټ نه دی ولاړ. د ملگرو ملتونو د امنيت شورا تصميم په دی معنی نه دی، چې په هر وخت او هر ځای کې دی نظامي عمليات تر سره شي.