1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۴۹ ډوله حيوانات په افغانستان کې له نابودۍ سره مخامخ دي

۱۳۹۸ فروردین ۱۶, جمعه

د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې چارواکي وايي چي که څه هم د حيواناتو ښکار لږ سوی، خو بيا هم ۱۴۹ډوله حيوانات د نابودۍ له خطر سره مخامخ دي چي چاره يې بايد وسنجول سي.

https://p.dw.com/p/3GJ40
Schneeleopard Bildgalerie
انځور: AP

د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې مسلکي معين عزت الله صديقي دويچه ويله، ته وويل چي په افغانستان کي ۹۰۰ ډوله حيوانات ژوند کوي چي له دې ډلي څخه ۱۴۹ ډوله يې په سره کرښه يا نابودۍ سره مخامخ دي.

د دې حيواناتو د کمښت سبب جگړه، اقليمي بدلونونه، د حيواناتو ساتني ته نه پاملرنه او د خلکو له خوا بې ځايه ښکار بلل سوی دی.

د پامير او واخان هوسۍ، په واخان کي د واوري پړانگان او دغه راز په کاپيسا ولايت کي يو ډول مرغان هغه حيوانات دي چي د نابودۍ په حال کي دي. چارواکو ويلي دي چي ځيني حيوانات او مرغان ښکاريانو نيولي دي او تر هیواد دباندي قاچاقيږي.

د حيواناتو ښکار

د صديقي په خبره په وروستيو کلونو کي په افغانستان کي د حيواناتو ښکار لږ سوی دی. خو د حيواناتو د ښکار په برخه کي د يوه قانون نه شتون د دې سبب سوی دی چي هرڅوک پرخپل سر ښکار وکړي او دغه مسئله د ځينو حيواناتو د نسل د نابودۍ سبب گرځي.

د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې دغه چارواکي وويل چي همدا اوس افغانستان ۴۷۰ ډوله الوتونکي، ۱۴۰ ډوله تي لرونکي حيوانات، ۱۲۰ ډوله کبان، ۱۰۲ ډوله خزندې او ۷ ډوله داسي حيوانات چي پر وچه او اوبو کي ژوند کوي، لري. په دې ډول نو افغانستان د حيواناتو د لرلو له اړخه يو غنی هيواد بلل کيږي.

صديقي زياته کړه چي د حيواناتو ښکار د افغانستان په ناامنو سيمو کي کيږي او دوی اوس د حيواناتو د ښکار د مخنیوي په مخه د عامه پوهاوی پروژه پيل کړې ده، څو خلک په ورځني ژوند کي د حيواناتو او نباتاتو په اهميت و پوهيږي.

د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې مسلکي معين وويل چي دوی اوس د حيواناتو د ښکار او قاچاق د مخنيوي قانون تدوين کړی دی چي بايد تصويب او توشيح سي. په دې قانون کي هغه کسانو له پاره چي په ښکار لاس پوري کوي مجازات په پام کي نيول سوي دي.

د کابل د ژوبڼ مسئول عزيزگل ثاقب بيا ويلي دي چي خلکو ته بايد د چاپيريال ساتني په برخه کي پوهاوی ورکړل سي، څو د حيواناتو له ښکاره لاس واخلي.

ثاقب وويل چي داسي راپورونه سته چي په بېلابېلو ولايتونو کي حيوانات ښکار او قاچاقيږي او دا چاپيريال ته سخت تاوان رسوي.

د ثاقب په خبره د کابل په ژوبڼ کي اس ۱۰۰ ډوله حيوانات ساتل کيږي او په ۱۳۹۷ کال کي يې يو ميليون کسان ليدو ته ورغلي دي چې له دې ډلي څخه ۷۵ زره يې د ښوونځو شاگردان ول.

افغانان هم اندېښمن دي چي که په دې اړه اقدام و نه سي، په راتلونکې کي به ډېر حيوانات نور وجود و نه لري.

زموږ له ارشيف څخه: