1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو فرېبکار د سناتور په نوم کندهار ته تللی دئ

۱۳۹۰ اسفند ۱, دوشنبه

تیره اونۍ د کندهار ولایت چارواکو له داسې یوه وگړي سر رسمي لیدنې وکړې چې ځان ئې د افغانستان د سنا غړی بله خو په اصل کې یو فرېبکار وو.

https://p.dw.com/p/1463m
انځور: DW

دغه نامعلومه وگړی چې ځان ئې د افغانستان سناتور بللی وو په دې توانیدلی دئ چې تیره اونۍ د کندهار له والي، امنیه قوماندان او د استخباراتو له مشر سره وویني.

د افغانستان د مشرانو د جرگې معاون محمد عالم ایزدیار، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه وکړي د کندهار والي ته د سنا یو جعلي لیک ښودلی دئ. د چارواکو په خبره د کندهار والي دغه کس داسي دولتي ارگانونو ته بیولی دئ چې باید نه ئې وای بیولای.

ایزدیار ویلي دي چې دغه وگړی یو فرېبکار دئ او د افغانستان د سنا غړی نه دئ. د هغه په وینا ښایي دغه وگړي د کندهار د دولتي ارگانونو په اړه ډیر حساس معلومات راټول کړي وي.

د آزادي رادیو له کندهار ولایت څخه د پارلمان د استازي بسم الله افغان مل، په حواله ویلي دي چې دغه وگړی د کندهار ولایت مختلفو ولسوالیو ته بیول شوی دئ او هغه ته د امنیت په باره کې هر ممکن معلومات ورکړل شوي دي.

خو د کندهار ولایت ویاند زلمې ایوبي، بیا وایي چې دغه وگړي غوښتل چې د کندهار په ښار کې یو موزیم جوړ کړي او هغه ته کوم حساس معلومات په لاس نه دي ورغلي. هغه ویلي دي:

«تیره اونۍ دغه وگړي چې ځان ئې آصف سرحدي بله کندهار ته راغی چې موزیم جوړ کړي. هغه خپل ځان سناتور معرفي کاوه.»

ایوبي زیاته کړې ده چې هغه د کندهار د امنیې قوماندان، د استخباراتو له مشر او والي سره لیدلي دی. د والي د ویاند په وینا دغه فرېبکار وگړي له کومو حساسو ځایونو څخه لیدنه نه ده کړې او یوازې ئې له چارواکو سره د موزیم د جوړولو په اړه معلومات شریک کړي دي.

د معلوماتو له مخې د آصف سرحدي په نامه هیڅ کوم سناتور شتون نه لري. داسې رپوټونه شته چې اوس دغه وگړی لا درکه شوی دئ او د هغه گرځنده ټیلیفون هم ځواب نه وایي.

طالبانو ویلي دي چې نوموړی وگړی د هغوی جاسوس نه دئ. د تیر کال په سپتمبر میاشت کې هم یوه وگړي چې ځان ئې د طالبانو استازی بله له کندهار ولایت څخه کابل ته سفر وکړ. هغه د افغانستان د سولې د عالي شورا له مشر سره د لیدنې پر وخت ځانمرگی برید تر سره کړ او هغه ئې وواژه.

په ۲۰۱۰م کال هم یو فرېبکار چې ادعا ئې کوله د طالبانو له مهمو غړو څخه دئ له ولسمشر کرزي سره د سولې د خبرو اترو له پاره کابل ته راغلی وو.

سید ریاض (فرانس پرس)
کتونکی: مسعود جهش