1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونسکو د یمن پر لرغونو آثارو بمبارۍ غندلي دي

آژانسونه/ شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ خرداد ۲۳, شنبه

د سعودي عربستان هوایي ځواکونو د صنعا د لرغوني ښار پر یو شمیر هغو سیمو بمبارۍ کړي دي چې د ملګرو ملتو د یونسکو سازمان له خوا د نړیوال میراث یوه برخه گڼل کیږي. یونسکو دغه بریدونه غندلي دي.

https://p.dw.com/p/1Fgcb
انځور: Reuters/Mohamed al-Sayaghi


د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۵ کال د جون میاشتې ۱۲مه) د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف د بمباریو په پایله کې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او د یمن د پلازمېنې د لرغونو آثارو یوه لویه برخه ویجاړه شوې ده. د ملگرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان یونسکو دغه بریدونه غندلي، خو سعودي عربستان د دغو بریدونو په ترڅ کې د لرغونو آثارو په نښه کول رد کړي دي.

د رویټرز خبري آژانس په حواله، د صنعا د لرغوني ښار چې د جوماتونو، برجونو او خټینو کورونو څخه جوړ دی اوسیدونکو د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د یوې کورنۍ د پنځو تنو جسدونه یې هم د دغې سیمې د ویجاړو شوو کورونو له خرابو څخه را ایستلي دي.

د صنعا د ښار د لرغوني سیمې یوه اوسیدونکي د رویټرز خبري آژآنس ته ویلي دي چې د جمعې په ورځ سهار وختي د دریو بجو په شاوخوا کې تر هوایې بمبارۍ وروسته کله چې له خپله کوره را ووت په بشپړ ډول درې ویجاړې شوې ودانۍ یې ولیدلې.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په یمن کې د بشردوستانه اوربند غوښتنه کړی

د یونسکو سازمان مشرې ایرینا بوکووا، د دغه سازمان په ویب پاڼه کې اعلان کړی چې «د یمن د اوسیدونکو وژل کیدو او په دغه ښار کې د اسلامي معمارۍ د تر ټولو پخواني شاهکارونو ویجاړیدو ډیره اندیښمنه او غمجنه کړی ده.»

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د څه د پاسه ۱۱ اونیو راهیسې په پرله پسې ډول پر حوثي شعیه یاغیانو بمبارۍ کړي دي. پر ایران تور لگول کیږي چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پوځي ملاتړ کوي.

سعودي عربستان اعلان کړی دی چې د یمن د پلازمېنې د دغې تاریخي سیمې د ویجاړولو له پاره یې هیڅ ډول ځانگړي عملیات نه دي ترسره کړي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په دې هڅه کې دی چې د دغه هیواد فراري ولسمشر عبد ربه منصور هادي قدرت ته د بیرته رسیدو زمینه مساعده کړي. نوموړی د حوثي شعیه یاغیانو د پرمختگ له امله مجبور شو چې سعودي عربستان ته پناه یوسي.



په یمن کې له ښکیلو ډلو سره د ملگرو ملتونو خبرې اترې

حوثیانو په یمن کې د عدن ښار د مهمو برخو کنترول په خپل لاس کې نیولې دی. د یمن د خبري آژانس چې د سعودي عربستان د دغو بریدونو رپوټونه یې خپاره کړي دي، کنترول هم د حوثي شعیه یاغیانو په لاس کې دی.

عربي هیوادونو او د هغو ائتلاف هم په یمن کې د ایران د نفوذ له ډېرېدو ویره لري او غواړي چې د دغه پوځي ائتلاف پر مټ په یمن کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي. خو حوثیان بیا وایې چې دوی د دولتي فساد او د نیمه پوځي اسلامستانو په مقابل کې د انقلاب اراده لري او له ایران څخه د هر ډول مالي او پوځي ملاتړ ترلاسه کول ردوي. ایران هم اعلان کړی دی چې دوی د یمن د شعیه گانو یوازی دیپلوماتیک ملاتړ کوي.

د ملگرو ملتونو ادارې د وروستیو شمیرو له مخې د مارچ میاشتې په نیمایې کي د هوایې بمباریو له پيل راهیسې بيا تر اوسه پوري په دغه هیواد کې ۲۵۸۴ تنه وژل شوي او تر ۱۱۰۰۰ ډیر بیا ټپیان شوې دي. ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د جون ۱۵مه) به په ژنیف کې د ملگرو ملتونو په ملاتړ په یمن کې د بشري بحران د پای ته رسیدلو په هکله خبري اترې پيل شي. په یمن کې د روان کړکیچ له امله د دغه هیواد تر ۸۰ سلنه ډیر وگړي بشري مرستو ته اړ شوې دي.

Jemen Zerstörungen in Sanaa
انځور: picture-alliance/dpa/Y. Arhab